ټرمپ؛ د امریکا له ټولو ولسمشرانو ډېر د ښځو ضد ولسمشر

نظر او تحليل

ټرمپ؛ د امریکا له ټولو ولسمشرانو ډېر د ښځو ضد ولسمشر

541

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي تاسو پوه کړي چې هغه د ښځو له پاره ډېر درناوی لري؛ خو د هغه خبرې او کړنې بل څه وايي. یقیناً چې ټرمپ به ښايي په امریکا کې تر ټولو ډېر د ښځو ضد ولسمشر وي.

امریکايي سي این این رسنۍ کې خپرې شوې مقاله کې راغلي چې د جمعې په ورځ ټرمپ د خپل پخواني ياور روب پورټر ملاتړ وروسته له هغه وکړ چې پر پورټر باندې د خپلو دوه پخوانیو ښځو د فزیکي ناوړه چلند تورونه ولګېدل.

پر پورټر يې دوه مېرمنو له دوی سره د ناوړه چلند تورونه لګولي دي. د یوې ښځې هولډرنیس داسې تصویر چې یوه سترګه يې توره شوې، امریکا لیدلی دی. دویمې ښځې کولګبي بیا وايي، له هغه مهال چې پورټر ته واده شوې وه؛ نو ناوړه فزیکي چلند يې ورسره کاوه. نوموړې زیاته کړې، هغه مهال چې ما شاور اخیست؛ نو پورټر راغی، له اوږو يې ونیولم، بهر يې راوویستم او چېغې يې راباندې وهلې؛ خو پورټر دغه تورونه رد کړي دي.

د جمعې په ورځ د ټرمپ خپره شوې اعلامیه کې په دې اړه هېڅ  یادونه و نه شوه. ټرمپ اپوټه د پورټر د بې ګناهۍ د خبرو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د پورټر خبرې باید یاد وساتئ. ټرمپ هغه ته په راتلونکې بریا هم وغوښته.

د مقالې لیکوال ډين عبیدالله زیاتوي چې د شنبې ورځې په ټويټ کې هم ټرمپ له هغو سړیو سره خواخوږي وښوده چې په ناوړه کړنو تورن دي.

خو دا د ټرمپ له پاره کومه نوې خبره نه ده. ټرمپ له هغو سړیو سره چې له ښځو سره يې ناسم چلند کړی، له ډېرې مودې راهیسې اوږه په اوږه ولاړ پاتې شوی دی.

په ۱۹۹۸ ز کال کې ټرمپ د مونیکا لیونسکي له لوري پر بېل کلنټن باندې د سپکاوي په تورونو کې هم له خپل ملګري (کلنټن) څخه ملاتړ وکړ او په عام محضر کې يې ترې دفاع وکړه.

په ۲۰۱۶ ز کال کې ټرمپ د فاکس نیوز د مشر روجر الیز دفاع وکړه. په الیز باندې ۲۵ ښځو تور لګولی و چې دوی يې جنسي ځورولي دي. ټرمپ وویل چې الیز ډېر، ډېر ښه سړی دی.

ټرمپ د تېر کال په اپرېل کې هم دغه ډول کار وکړ. هغه د فاکس نیوز د یوه بل کارکوونکي بېل اوریلي دفاع وکړه. په نوموړي باندې هم د جنسي ځورونو تورونه وو. اوریلي له فاکس شبکې څخه وایستل شو او وروسته له هغه چې راپورونو کې وویل چې اوریلي قربانیانو ته ۱۳ میلیونه ډالره د جوړجاړي له پاره ورکړي، ټرمپ بیا هم د هغه دفاع کوله او هغه يې ښه سړی نوموه. ټرمپ ویل زه فکر نه کوم چې اوریلي دې کوم ناسم کار کړی وي.

د ۲۰۱۶ ز کال په اکتوبر کې ټرمپ په عام محضر کې هغه بې شمېره ښځې درواغجنې وبللې چې په ده يې د ناوړه چلند تورونه لګولي وو.

په ۲۰۱۷ ز کال کې ټرمپ د روی مور دفاع هم وکړه. مور هم د ښځو له لوري په ناوړه چلند تورن شوی و.

بل خوا، د ټرمپ د ادارې په لوړو پوسټونو کې اتیا سلنه نوماندان سړي دي. د اوباما د تېرې ولسمشرۍ پر مهال دغه سلنه شپېته وه.

همداراز پنځه نوي سلنه څارنوالان او اتیا سلنه قاضیان سړي دي.

په ۲۰۱۶ ز کال کې ترسره شوې سروې کې ښودل شوې وه چې یو څلوېښت ښځینه رايې ورکوونکې د ټرمپ ملاتړې دي؛ خو په یوه وروستۍ سروې کې دغه سلنه دري دېرش ته راکښته شوې ده.