د صحابه کرامو رضي الله عنهم روښانه ژوندون (پنځمه برخه)

اسلام

د صحابه کرامو رضي الله عنهم روښانه ژوندون (پنځمه برخه)

390

ژباړه: ابو ادریس عبرت مهاجر

حضرت سعد بن ابی وقاص رضي الله عنه هم د هغه صحابه کرامو له جملي نه ده چې الله تعالی په دي دنیا کې د جنت زېری ورکړی.

کله چې د نبوت روښانه لمر د مکې په فضاء باندې خپله رڼایې خوره کړله، نو حضرت سعد رض دا وخت د ځوانۍ په نوی پسرلي قدم ایښی و، البته عقل او تجربه د پاخه عمر د سړیو په ډول ورسره وه. د ځوانۍ په دې نوی موسم کې به نوموړي خپل ځان د غشو او لیندو په سمبالولو مصروف ساته، د غشو له تمرین سره یې ځانګړې علاقه وه، د سعد رض و حالاتو ته په کتو سره هغه وخت لا داسې معلومېده، لکه د یو ستر کار لپاره چې تیاری نیسي، ځکه حضرت سعد رض لا هغه وخت پر هغه عقیده چې د ده قوم پرې ولاړ و، ډاډه نه ښکاریده، نو نوموړی په همدی انتظار کې و، چې الله تعالی د ټول انسانیت د اعزاز او لارښوونې لپاره حضرت سیدنا محمد صلی الله علیه وسلم ته د خپل سپیڅلي کتاب وحې راولیږله. حضرت سعد رض دریم یا څلورم یا اووم کس و، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنې ته یې لبیک ووایه او د اسلام په ریښتوني دین مشرف شو. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ماما حضرت سعد رض په اسلام راوړلو ډېر خوښ شو، ځکه چې حضرت سعد رض د یوې معزز او بانفوذه کورنۍ تر څنګ خپله هم الله تعالی په ډیرو غوره صفاتو نازولی و، همدی صفاتو ته په کتو سره د مکې نورو ځوانانو په اسانۍ سره له ده څخه تأثر اخستلای شوای.

حضرت سعد د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ماما‌خېلو له کورنۍ څخه و، روایتو کې راځی چې یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم له څو ملګرو سره ناست و، په حضرت سعد رض یې نظر سو، چې د دوی طرف ته ور روان و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له ډېرې خوښۍ نه وویل: دا زما ماما دی، بل څوک دې خپل ماما راوښیي.

حضرت سعد رض تر اسلام راوړلو د مخه لا د خپل مور او پلار سره په ښه چلن مشهور و، البته له مور سره یې ځانګړې مینه لرله. د اسلام له راوړلو وروسته الله تعالی په یو سخت امتحان کې ښکېل کړ، تر دې چې الله تعالی د نوموړي د همدې ازمویښت په هکله ایاتونه رانازل کړل.

خپله حضرت سعد رض وایي چې تر اسلام راوړلو درې شپې وړاندې مې داسې خوب لیده، چې ډیرو سختو تورو تاریکیو راګیر کړی یم او یو بل طرف ته ترې د خلاصون لار لټوم، که ګورم چې یوه ډیره روښانه سپوږمۍ راوخیژی او زه چې هغه ووینم نو د هغې په رڼایي پسې شم، البته چې ومې کتل، نو درې کسان تر ما وړاندې هغې ته رسیدلي وي، چې یو په کې زید بن حارثه، بل علي بن ابی طالب او دریم حضرت ابوبکر صدیق رض و، کله مې چې پوښتنه ځنې وکړه چې تاسو څه وخت دلته راغلی یاست؟ راته ویې ویل چې موږ همدا اوس راغلو. کله چې سهار شو نو خبر شوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په پټه د اسلام دعوت شروع کړی دی، نو ما له ځان سره وویل، چې بس الله تعالی زما په اړه د خیر فیصله کړې ده او الله تعالی ته هم دا خوښه ده چې ما له تورو تاریکیو څخه د رڼايۍ او هدایت لور ته وباسي.

نو په بیړه راغلم رسول الله صلی الله علیه وسلم مي په شعب جیاد کې په داسی حال کې پیدا کړ، چې د ماذدیګر لمونځ يې کاوه بس هلته مي اسلام قبول کړ. له هغه کسانو پرته چې ما په خوب کې لیدلي وو، بل چا اسلام مخته نه دی راوړی. دی مبارک وايي ما له خپلې مور سره بی کچې مینه لرله، کله چې زما مور زما له اسلام راوړلو څخه خبره شوه، نو د ډیرې غوسې له کبله د قهر او غضب لمبې پری بلې شوې، ما ته يې مخ راواړاوه او راته ويې ویل چې دا تا کوم قسم دین منلی چې دخپل مور او پلار دین دې ورته پریښی؟ په قسم سره چې یا به ته دا دین پریږدې او یا به زه د مرګ تر ساعته پورې خوراک او څښاک بند کړم تر څو ستا زړه له ډېره غمه پر ما زخمی شي.

ما ورته وويل چې مورې دا کار مه کوه، زه د هیڅ شي لپاره دا دین نه شم پریښودای. خو بیا هم مور هغه زما خبره نه ومنله او عملي احتساب یې پیل کړ، تر ډیره وخته پورې یې خوراک او څښاک نه وکړل بالاخره ډېره کمزوری شوه، د بدن ځواک یې ختم شو، زه به ساعت په ساعت ورته راتلم او ورته ویل به مې چې خیر دی تاسو لږ خوراک یا څښاک وکړﺉ، البته مور مې بیا هم راضي نه شوه او لوړه يې راته وکړه، چې یا به زه د مرګ تر ساعته خوراک او څښاک نه کړم او یا به ته دا خپل دین پرېږدې. په دې وخت کې ما ورته وویل مورې!
تا دا ومنه چې څومره زه له تاسره مینه لرم، تر دې ډېره مینه مې له خدای جل جلاله او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره ده، والله که ستا زر ساه‌ګانې وي او دا یو په بل پسې درڅخه وځي، بیا به هم دا دین پرېنږدم. کله چې مې مور ته زما پر دین محکم‌والی ور معلوم شو، نو په نه زړه يې هغه خوراک او څښاک وکړ.

نو لوی خدای جل جلاله په دې هکله دا ایاتونه نازل کړل:

وَإِن جَاهَدَاكَ عَلَىٰ أَن تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا ۖ وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا ۖ وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ۚ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (15)
نور بيا...