بلخ او جلال اباد کې د پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ مظاهرې روانې دي

افغانستان

بلخ او جلال اباد کې د پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ مظاهرې روانې دي

335

سره له دې چې پرون اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج پای ته ورسېد؛ خو نن هم د شمالي ولایت بلخ په مرکز مزار شریف او د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د دغه احتجاجیانو په ملاتړ مظاهرې روانې دي.

د مزار شریف د فعالانو له لوري په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې لسګونه تنه د افغانستان له بېرغ سره سړکونو ته راوتي او د پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ او پاکستان ضد شعارونه ورکوي.

بل خوا، جلال اباد کې هم په شېرزي لوبغالي کې سلګونه تنه د پښتونخوا د خلکو په ملاتړ او د لوی افغانستان تر شعار لاندې راټول شوي چې بېلابېل مشران به ورته وینا وکړي.

د غونډې ګډونوال وايي چې توره کرښه چې مطلب يې ډيورنډ کرښه ده، نه مني. دوی د لر و بر یو افغان شعارونه ورکوي. 



اعلان