فقر او بې‌کاري او د افغانانو اقتصادي کډوالي

نظر او تحليل

فقر او بې‌کاري او د افغانانو اقتصادي کډوالي

215

تېره اوونۍ نړیوال بانک په یوه تازه خپاره شوي راپور کې وویل، چې په افغانستان کې به د کاري فرصتونو د کمښت له کبله ډېر ځوانان د هېواد پرېښودو او په نوره نړۍ کې د کډوالۍ ژوند ته زړه ښه کړي. د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله په ۲۰۱۵م کال کې ۲،۲۵ میلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې د اقتصادي کډوالو تر نامه لاندې ثبت شوي وو. راپور دغه راز کاږي، چې په افغانستان هر کال کابو ۴۰۰ زره کسان د کاروبار بازار ته ور زياتېږي او دا هغه څه دي، چې د تېر په څېر به نورو هېوادونو ته د افغانانو د ناقانونه کډواليو کچه لوړه کړي.

پر دې سربېره، څه باندې يوه میاشت وړاندې (د ۱۳۹۶ د مرغومي په ۵مه) د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي هم اندېښنه ښودلې وه، چې که افغان دولت او خصوصي سکتور د بې‌کارۍ بحران ته کډ تدابیر ونه‌نیسي، تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به افغانستان ۴ میلیونه وزګار وګړي ولري.

ګاونډيو هېوادونو او نورې نړۍ ته د افغانانو پراخه کډوالي له تېرو څو لسیرو راهیسې هغه مهمه موضوع ده، چې تر ډېره په هېواد کې د جګړو او ناامنيو ترڅنګ، د کاري فرصتونو له کمښت او ناوړه اقتصادي وضعیت سره هم کلک تړاو لري.

دا چې په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ وضعیت څه ډول دی، په نورو هېوادونو کې د افغانستان اقتصادي کډوال په څه وضعيت کې دي او حکومت ته په دې برخه کې څه کول په‌کار دي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته مو ځواب کړې دي.

 

په افغانستان کې بې‌کاري او بې‌وزلي

ناامني، بې‌ثباتي، اداري فساد، کمزورې حکومتولي، د نفوس زیاتوالی او له نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو بېرته راستنېدل هغه عوامل دي، چې له کبله يې په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه خورا لوړه ده.

د پخواني شوروي اتحاد له یرغل راوروسته او بیا د کورنیو جګړو له امله په ټولیز ډول په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه مخ په لوړېدو شوه، هغه مهال سلګونه زره افغانان کاونډیو هېوادونو ته کډوال شول او خپل کاروبارونه او پانګې یې له لاسه ورکړې.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، سره له دې چې افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د مرستو میلیاردونه ډالر راغلل؛ خو بیا هم په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه لوړه پاتې شوه.

په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې په ټولیز ډول ۳۶،۳ سلنه افغانانو د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند تېراوه. د نړیوال بانک او افغان دولت د يوه ګډ راپور له مخې، چې څو مياشتې وړاندې خپور شو، په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې دغه وضعیت د خرابېدو په لور روان و او په دغو کلونو کې د بې‌وزلۍ سلنه ۳۹.۱ ته لوړه شوې وه.[1] په دغه ګډ راپور کې بې‌کاري، د جګړو تودېدل او د نړیوالو مرستو کمېدل د بې‌وزلۍ د کچې لوړېدو مهم لاملونه بلل شوي وو.

 

له ۲۰۱۴ کال وروسته که څه هم په دې برخه کې کومه دقيقه څېړنه نه ده خپره شوې؛ خو ګڼو لاملونو ته په کتلو سره دا وضعيت د خرابېدو په لور روان و. په دې موده کې جګړو زور اخیستی، بې‌کاري خپل اوج ته رسېدلې، نړیوالې مرستې د پخوا په پرتله کمې دي، له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان څخه سلګونه زره کډوال راستانه شوي او د کورنيو بې‌ځايه شوو کډوالو شمېر هم لوړ شوی دی. د دې ترڅنګ په دې موده کې سلګونه زره افغانان د اروپا په لوري تللي او دا ټول هغه څخه دي، چې په تېرو دريو کلونو کې د بې‌وزلۍ د کچې د لوړېدو ښکارندويي کوي.

پر دې سربېره بې‌کاري، چې د بې‌وزلۍ یو اصلي لامل ګڼل کېږي، ورځ تر بلې په زیاتېدو ده. د نړیوال بانک د راپور له مخې، په ۲۰۰۱م کال کې د افغانستان د ټولې کاري قوې ۴،۶ سلنه يې بې‌کاره وو. په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې دا کچه ۴،۹ سلنه وه؛ خو په ۲۰۰۵ کې بيا ۸،۵ سلنه ته لوړه شوه او تر هغه وروسته د بې‌کارۍ کچه ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې وه.[2] د دغه راپور له مخې، یوازې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴م کلونو کې نږدې دوه میلیونه افغانان وزګار وو.

 

اقتصادي کډوال

اقتصادي کډوال هغو کډوالو ته ویل کېږي، چې د کډوالۍ تر شا يې اقتصادي لاملونه ولري او د کاري فرصتونو د ترلاسه کولو په موخه خپل هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته د پيسو ګټلو په موخه ځي.

په نړیواله کچه هغه هېوادونه، چې اقتصادي وده یې کمه وي او خپلو خلکو ته په هېواد کې دننه کاري فرصتونه نه شي برابرولی، هڅه کوي چې په نورو پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو کې، خپلو خلکو ته له قانوني لارو د کار کولو زمینې برابرې کړي.

اوسمهال ډېری آسیايي هېوادونو د کارګرو د قانوني کډوالۍ په برخه کې د ځينو تګلارو له مخې، د نړۍ په نورو هېوادونو کې د خپلو کارګرو لپاره د کارموندنې او مسلکي مهارتونو د زده‌کړې زمينې برابرې کړې دي؛ خو افغان دولت په دې برخه کې پام‌وړ ګامونه نه دي اوچت کړي.

د افغان کډوالو ډېره برخه په دوو ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان کې ده، چې په ځانګړې توګه ايران ته تلونکي افغانان تر ډېره د کار په موخه له قاچاقي لارو ځي او له همدې کبله هلته د ناراجستر کډوالو شمېره هم تل زياته ده. په بل اړخ کې د ۲۰۰۷ کال شمېرې ښيي، چې په صنعتي نړۍ کې هم تر ۱۰۰ زره زيات اقتصادي کډوال مېشت وو او دا شمېره له ۲۰۰۸ کال راوروسته د لوړېدو په حال کې وه؛ خو د ملي يووالي حکومت په دوره کې د تېرې يوې‌نيمې لسيزې په پرتله ډېره لوړه شوه.

 

د افغان اقتصادي کډوالو وضعیت

د نړیوال بانک د وروستي راپور د معلوماتو پر بنسټ، د شوروي اتحاد د یرغل او د کورنیو جګړو پر مهال له افغانستانه ۹۵ سلنه کډوالي، د جګړو او سیاسي کړکیچ له کبله ثبت شوې ده؛ خو له ۲۰۱۵ کال راهیسې په نورو هېوادونو کې ۵۰ سلنه افغان کډوال د اقتصادي کډوالو تر عنوان لاندې ثبت شوي دي.

د دغه راپور له مخې، په ۱۹۹۰ کال کې ۳۸۰۰۰۰ تنه افغان کډوال، چې د اقتصادي موخو لپاره يې خپل هېواد پرې‌اېښی و، ثبت شوي وو. په ۲۰۰۰ کال کې دا شمېره نږدې یو میلیون تنو ته رسېدلې او په ۲۰۱۵ کال کې بيا ۲،۲۵ میلیون تنو ته لوړه شوې ده. دا شمېره ښيي، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې هر کال شاوخوا ۸۵۰۰۰ افغانان د اقتصادي موخو لپاره کډوال شوي دي.[3]

افغانستان هغه هېواد دی، چې په بېلابېلو هېوادونو کې سلګونه زره اقتصادي کډوال لري او زیات شمېر یې په سختو او غیرمسلکي کارونو بوخت دي. دغه کډوال که څه هم د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت رول لري او په افغانستان کې د خپلو کورنيو لګښتونه برابروي؛ خو په نورو هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره هم مخ دي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

په ټوله کې افغان دولت نورو هېوادونو ته د کارګرو او اقتصادي کډوالو د لېږد لپاره یو منظم سیستم نه لري او له همدې امله ډېری افغانان په ناقانونه توګه له هېواده بهر د کار کولو لپاره تللي او ځي.
له ناقانونه لارو تلونکي کډوال که له يوې خوا د تګ پر مهال د مرګ له ګواښ سره مخامخ وي، له بلې خوا په نورو هېوادونو کې هم ډېری وختونه ځورول کېږي، له محکمو پرته زندانونه تېروي او ان په کوچنيو جرمونو اعدامېږي.
د ځینو هېوادونو له لوري له افغان کارګرو څخه د پیسو او نورو امتیازاتو په مقابل کې د جګړو په لیکو کې ګټه اخیستل کېږي.
په افغاني پاسپورټونو، کارګرو ته د وېزو نه ورکولو ستونزه، چې تر ډېره له عربي هېوادونو سره ده، لاهم شته ده. په دې برخه کې د بېلګې په توګه سعودي عربستان د افغانستان له اجرائيه رئيس سره رياض ته د نوموړي د سفر پر مهال ژمنه وکړه، چې افغان کارګرو ته به افغاني پاسپورتونه توزېع شي؛ خو دا ستونزه لا هم حل شوې نه ده.
دغه راز په نورو هېوادونو کې زیاتره افغانان په سختو کارونو کې بوخت دي او د کارګرو له قانوني او نړیوالو حقونو څخه برخمن نه دي.

افغان دولت څخه کولی شي؟

په افغانستان کې د جګړو او سیاسي بې‌ثباتۍ له امله کمه اقتصادي وده، د نفوس زیاتوالی او له نورو هېوادونو د کډوالو بېرته راستنېدو ته په کتلو سره ښکاري، چې د بې‌کارۍ کچه به نوره هم لوړه شي.

نورو هېوادونو ته د اقتصادي موخو لپاره د افغانانو کډوالي يوه له هغو لارو چارو ده، چې په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ په راټيټولو کې اغېزناک رول لري. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې اوسمهال یې د ۱۶ سلنه کورنیو اقتصادي وضعیت د همدغو کډواليو له کبله په نسبتا ښه حالت کې دی؛ خو دا چاره د دولت ځينو اقداماتو ته اړتيا لري، چې يو شمېر يې په لاندې ډول دي:

لومړۍ؛ افغان حکومت د نړۍ په ښه اقتصاد لرونکو هېوادونو کې، خپلو خلکو ته د کاري فرصتونو د موندلو په موخه د بازارونو څېړنه او ارزونه وکړي.

دویم؛ له ښه بازار لرونکو هېوادونو سره د افغان کارګرو لپاره د کاري فرصتونو په موخه هوکړه‌ليکونه لاسلیک شي او افغانانو ته زمينه برابره شي، چې له قانوني لارو څخه نورو هېوادونو ته د کار کولو لپاره ولاړ شي.

درېیم؛ د اقتصادي کډوالۍ د مدیریت لپاره یو منسجم او اغېزناک سیستم رامنځه شي، ترڅو دا چاره په منظمه او بنسټیزه توګه د خلکو په اقتصادي وضعیت کې ښه‌والی راولي او په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ د کچې په راټيټولو کې لا ډېر اغېزناک پرېوځي.

پای

 

[1] The world bank, http://www.worldbank.org/en/news/press-release/2017/05/08/poverty-afghanistan-rose-amidst-troop-withdrawal-poverty-update-2017

[2] «افغانستان په تېره یوه‌نیمه لسیزه کې»،‌ د تېرې یوې‌نیمې لسیزې په اړه د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز څېړنیز او تحلیلي راپور، مخ: ۲۲۹، د چاپ کال: ۱۳۹۵ هـ ش.

[3] The world bank: http://www.worldbank.org/en/country/afghanistan/publication/labor-migration-can-help-boost-afghanistans-growth