اردګان: ترکيه د عثماني امپراتورۍ غځول دي

سيمه او نړۍ

اردګان: ترکيه د عثماني امپراتورۍ غځول دي

240

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان له عثماني خليفه عبد الحميد الثاني نه په دفاع کې ويلي، چې د ترکيې جمهوريت د عثماني امپراتورۍ د غځولو استازيتوب کوی. نوموړي د سلطان عبد الحميد الثاني د واکمنۍ د تاريخ په اړه نيوکې رد کړې دي.

اردګان وويل: «نه ښايي چې يا له تاریخه مخ واړوو او يا يې داسې مطالعه کړو چې څنګه زمونږ خوښه وي».

ترکي ولسمشر دا څرګندونې د سلطان عبد الحميد الثاني د مړينې د سلم تلين په مناسبت جوړې غونډې ته په وينا کې وکړې، ياده غونډه د استنبول ښار په يلدز ماڼۍ کې جوړه وه.

اردګان د تاريخ داسې لوستل چې څه د هر چا خوښه وي ترې اخلي يې، د تاريخ‌ليکوالو او امت په حق کې خيانت وباله، هغه د سترو لاسته راوړنو ګټونکي سلطان عبد الحميد الثاني په وړاندې د ځينو له کينې ډک دريځ باندې نيوکه وکړه.

د ترکیې ولسمشر وويل: «ځينې خلک پر دې ټينګار کوي چې د ترکيې تاريخ له ۱۹۲۳ (د ترکيې د جمهوريت د بنسټ پيل» نه پيل شي، او ځينې پوره هڅې کوي چې زموږ ژورې ريښې او ارزښتونه له منځه يوسي».

«تاریخ يوازې د يوه امت تېر کړه وړه نه دي، بلکې د راتلونکې لپاره يې يوه قطب نما هم ده، په ورته وخت کې تاريخ د يو امت حافظه هم ده».

سلطان عبد الحميد الثاني د عثماني خلافت ۳۴م خليفه و، هغه په ۱۸۷۶ کې واکمن شو او په ۱۹۰۹ کال يې واکمني پای ته ورسېده. نوموړی د عثماني خليفه ګانو پياوړی او هوښيار خليفه بلل کېږي.