"قبایل ويښ شوي، ظلم کوونکي دې فکر وکړي": ځلاند ویب پاڼه

"قبایل ويښ شوي، ظلم کوونکي دې فکر وکړي"

نظر او تحليل

301

هغه قبایل چې د خپل سیوري له وېرې يې هم خبرې نه شوې کولای، د اسلام اباد په سړکونو يې وکړې.

اسلام اباد کې لس ورځينی سوله ییز احتجاج پښتنو بیا په ځانګړي ډول قبایلو ته یوه نوې سیاسي لاره پرانېسته. د سیاسي چارو کاپوه هارون رشید په یوه مقاله کې لیکي چې دا لومړی ځل و چې دغه قوم یو غږ خپل کړ.

که راو انوار نیول کېږي او که نه نیول کېږي؛ خو د هغه له لوري له محکمې پرته وژنې قبایل او په ځانګړي ډول د منظور احمد پښتون په څېر ځوانان راويښ کړل.

ځوانانو په ټولنیزه ميډيا کې د غوغا جوړولو له لارې د دغه احتجاج بنسټ کېښود او پای د لومړي وزیر له لیکلي باور وروسته دغه احتجاج جزوي بریا ترلاسه وکړه.

د بشپړې بریا واک اوس له حکومت سره دی، چې هغوی څومره ژر په دغو غوښتنو عمل کوي.

د احتجاجیانو پنځه اویا سلنې غوښتنو له پوځ سره اړیکه لرله؛ خو جمهوریت خوښوونکو دا کار خوښ کړ چې سیاستوالو دغه مسئله په خپله حل کړه.

یقیناً چې قبایل به په دغې بریا خوشاله او ډاډمن وي. هغوی اوس په دې فکر دي چې خپل خوځښت ته په ټول هېواد کې پراختیا ورکړي. قبایلو خپل خوځښت ته د محسودو پر ځای د پښتنو د ساتنې د خوځښت نور ورکړی دی.

دغه خوځښت اوس ځانګړې بڼه خپله کړې ده. اوس دا خوځښت د منظور احمد پښتون په مشرۍ په هره ولسوالۍ او ایجنسۍ د تنظیم جوړولو اراده لري او د ظلم پر ضد به خپل غږ پورته کړي.