هلمند: داخلي بريد کې ۱۶ سيمه‌ييز پوليس وژل شوي

افغانستان

هلمند: داخلي بريد کې ۱۶ سيمه‌ييز پوليس وژل شوي

194

هلمند کې د طالبانو يوه نفوذي تن ۱۶ تنه سيمه‌ييز پوليس يا دولت پلوه وسله وال وژلي او د هغوی وسلې يې له ځان سره وړې دي.

د هلمند يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته ويلي، چې پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د ګرشک ولسوالۍ اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

«پېښه د محمد رسوليان په نوم د سيمه‌ييزو پوليسو د يوه قوماندان په پوسته کې رامنځته شوې ده، چې په ترڅ کې يې پوستې هم سقوط کړی دی».

سرچينه زياتوي چې بريد د طالبانو يو نفوذي تن کړی چې په دې وسله والو کې ځای پر ځای و، هغه د پوستې ټول کسان وژلي او د هغوی وسلې يې له ځان سره وړې دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستی او څرګنده کړې يې ده، چې پرون غرمه مهال د ګرشک ولسوالۍ د ترابي هوټل پوسته کې د دوی درې تنو نفوذي کسانو بريد کړی چې د قوماندان په ګډون يې ۱۶ تنه وژلي او ټولې وسلې او مهمات يې له ځانه سره وړي دي.

دولتي چارواکو لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.