د افغانستان او پاکستان دویم پړاو خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې: ځلاند ویب پاڼه

د افغانستان او پاکستان دویم پړاو خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې

افغانستان

د افغانستان او پاکستان دویم پړاو خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې

354

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې د پلان دویم پړاو خبرې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

د دواړو لورو له لوري په خپرو شویو اعلامیو کې ویل شوي چې لږ پرمختګونه شوي؛ خو د دغو پرمختګونو په اړه يې جزیات نه دي ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل پر خپل ټوېټر لیکلي چې ښې خبرې او ځینې هوکړې وشوې؛ خو نور کار ته اړتیا ده. هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

بل خوا، د افغانستان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې لږ پرمختګ شوی؛ خو د ترهګرۍ په برخه، د تاوتریخوالي د کمولو، سولې او بیا پخلاینې په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

د دغو غونډو د لړۍ لومړی پړاو د روانې فبروري میاشتې په درېيمه کابل کې ترسره شوی و او دویم پړاو يې اسلام اباد کې د جمعې په ورځ پېل شو او پرون ناوخته پای ته ورسېد.

د کابل د پلاوي مشري د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي او د اسلام اباد د پلاوي مشري د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې تهمینې جنجوعه کوله چې نورو ملکي او پوځي چارواکو يې هم ملتیا کوله.

افغانستان پاکستان د وسله والو په ملاتړ او د پټنځيو په ورکولو تورنوي؛ خو پاکستان يې ردوي.

د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلې اړيکې د کابل د تېرې میاشتې له خونړي برید وروسته لا نورې ترینګلې شوې. افغان ولسمشر په ښکاره وویل چې د د ښمنانو پټنځي يې پاکستان کې دي.