حکمتيار: ما نه دي ويلي چې د امريکايانو په شتون کې کابل ته نه راځم

افغانستان

حکمتيار: ما نه دي ويلي چې د امريکايانو په شتون کې کابل ته نه راځم

1014

 حکمتيار وايي چې هېڅ کله مې د امريکايانو په شتون کې کابل ته د تلو او حکومت سره د سولې مخالفت نه دی کړی. هغه ويلي دي چې دا مې لومړی وار په کابل کې واورېدل چې د امريکايانو په شتون کې سوله نه کوم.
 د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په يوه تازه مرکه کې چې د آريانا ټلويزيون د تحول په نامه له ځانګړې مرکې سره يې کړې وايي چې هېڅ کله يې دا نه دي ويلي چې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې کابل ته نه راځي. 
حکمتيار دغه راز وايي چې حکومت ناکام دی او له حزبي اسلامي سره د توافقاتو په پکي کولو کې پاتې راغلی دی. هغه وايي چې اوسنی حکومت له حزب اسلامي سره د شته توافقاتو په پلي کولو کې پاتې او ناکام راغلی دی.
 حکمتيار وايي چې اوسنی نظام غير مشروع دی او د خلکو غوښتنه نه تمثيلوي. هغه وايي چې که د حزب اسلامي غوښتنې ونه منل شي نو مليونونه کسان به سړکونو ته ووځي او لاريونونه به وکړي. هغه دغه راز وويل چې حزب اسلامي د دې وړتيا لري چې آن په مزار کې په لسګونه زره کسان سړکونو ته وباسي او لاريون وکړي.
 ګلبدين حکمتيار په خپلو خبرو کې دغه راز وويل چې خلک زموږ وېره لري. هغه وويل چې موږ زړور يو چې له داسې حکومت سره مو سوله وکړه چې مخالفين مو په کې واکمن دي او دلته مو شتون نه شي زغملای. هغه دغه راز وويل چې نه يوازې د ده مخالفين، بلکې حکومت هم دوی نه زغمي.
 د حزب اسلامي مشر وايي چې تر اوسه يې پرېکړه نه ده کړې چې راتلونکو ټاکنو کې به له چا سره کېږي او د کوم نوماند ملاتړ به کوي.