اسلام اباد: د پښتنو احتجاج د یوې میاشتې له پاره وځنډول شو

سيمه او نړۍ

اسلام اباد: د پښتنو احتجاج د یوې میاشتې له پاره وځنډول شو

648

اسلام اباد کې د پښتنو له لوري پېل شوی احتجاج د یوې میاشتې له پاره ځنډول شوی دی. د دغه اجتجاج مشران وايي چې له حکومت سره هوکړې ته رسېدلي دي.

د احتجاج د مشرانو له لوري په خپره شوې خبري اعلامیه کې راغلي چې حکومت يې پنځه غوښتنې منلي دي. لومړۍ غوښته د نقیب مسید د وژونکي راو انوار نیول او سزا ورکول دي. دویم په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د خښ کړل شویو ماینونو لرې کول دي چې د پاکستان لومړي وزیر خاقان عباسي د پښتونخوا والي ته امر کړی وژل شویو او ټپيانو ته بدله ورکړي.

درېيم دا چې له محکمې پرته د وژل شویو پښتنو پلټنه به د پاکستان د سترې محکمې تر چتر لاندې کېږي. څلورم دا چې په قبایلي سیمو کې به د ناوړه پېښو څخه وروسته ګرځبندیز بندېږي.

پنځم دا چې ورک کسان دې محکمو ته وسپارل شي او بې ګناه کسان دې خوشې شي.

هغه اعلامیه چې د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار امیر مقام په لاسلیک خپره شوې، په کې زیاته شوې په سویلي وزیرستان کې به د نقیب مسید په نوم یو حکومتي کالج هم جوړېږي.

بل خوا د نشنل ګوند یوه مشر افراسیاب خټک ویلي چې دغه احتجاج د یوې میاشتې له پاره ځنډول شوی او که چېرې غوښتنې و نه منل شي؛ نو بیا پېل شي.

خټک ویلي چې دغه احتجاج ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

بل خوا، نن کوټه کې هم احتجاجیانو په ملاتړ مظاهره شوې ده.