سیاف سعودي ته اسلامي نړۍ کې په ترهګرۍ باندې خبرو له پاره تللی: ځلاند ویب پاڼه

سیاف سعودي ته اسلامي نړۍ کې په ترهګرۍ باندې خبرو له پاره تللی

افغانستان

سیاف سعودي ته اسلامي نړۍ کې په ترهګرۍ باندې خبرو له پاره تللی

542

د افغانستان د حراست او ثبات شورا مشر او جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف پرون سعودي عربستان ته تللی، څو هلته په اسلامي نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي.

سیاف به هلته د سعودي له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري. د راپورونو پر بنسټ، سیاف به له سعودي وغواړي چې اسلامي نړۍ کې د روانو بحرانونو په حل کې خپل رول ولوبوي.

نوموړي د افغان جهاد پر مهال له سعودي سره نږدې اړيکې لرلې دي او سعودي ورسره ډېره مرسته کوله.