د ایران له ډرون غورځولو وروسته د اسراییلو ایف شپاړس جېټ غورځېدلی

سيمه او نړۍ

د ایران له ډرون غورځولو وروسته د اسراییلو ایف شپاړس جېټ غورځېدلی

1209

له هغه څو شېبې وروسته چې اسراییلو د ایران یوه ډرون الوتکه وغورځوله، د اسراییلو د پوځ ویاند وویل چې د هوايي پوځ یوه ایف شپاړس ډوله جېټ يې غورځېدلی؛ خو پيلوټان يې ژوندي دي.

د رسنیو د راپور پر بنسټ، د اسراییلو پوځ ویلي چې د ایران یوه ډرون يې د ګولان په غونډيو کې د اسراییلو په کنټرول سیمه کې غورځولې ده چې اوس د اسراییلي پوځ په ولکه کې ده.

د جېټ د غورځولو خبر وروسته له هغه ورکول کېږي چې سوریې پر اسراییلو د الوتکو ضد فایرونه وکړل. سوريې ویلي چې د پوځ اډه يې د اسراييلو تر برید لاندې راغلې وه.

د اسراييلو د پوځ ویاند جوناتهن کونریکس پر خپل ټوېټر لیکلي چې ایران د دغې پېښې مسوول دی. هغه زیاته کړې چې نور مالومات به وروسته وړاندې کړي.

دغه جېټ د اسراییلو شمال کې غورځېدلی دی.



اعلان