شمالي کوريا د پوځ مشر له دندې ګوښه کړی: ځلاند ویب پاڼه

شمالي کوريا د پوځ مشر له دندې ګوښه کړی

سيمه او نړۍ

شمالي کوريا د پوځ مشر له دندې ګوښه کړی

782

شمالي کوريا چې د توندو پرېکړو له امله مشهوره ده، تازه يې د پوځ مشر له دندې ګوښه کړی دی.

د دې هېواد رسمي رسنيو تېره ورځ خبر ورکړ، چې د پوځ مشر هوانګ پيونګ سو يې له دندې ګوښه کړی دی. دا وروسته له هغه چې د سویلي کوريا رسنيو فساد کې د ککړتيا له امله د نوموړي د ګوښه کېدو خبرونه خپاره کړل.

د شمالي کوريا رسمي خبري سرچينې پيونګ يانګ کې د دې هېواد د پراخ پوځي مانور په اړه د خپلو راپورنو په لړۍ کې ويلي، چې د وسله والو ځواکونو نوی قوماندان کيم جونګ غاک دی، چې وړاندې د پوځ د عام سياسي دفتر مدير و. هغه د هوانګ پيونګ سو پر ځای د پوځ مشر ټاکل شوی دی.

د پوځ عمومي سياسي دفتر د شمالي کوريا تر ټولو پياوړی نظامي پلاوی دی، چې د ۱.۳ مليونو سرتېرو ايډيالوژيکي باور ساتي او افسران پر دندو ګوماري.

د سويلي کوريا د استخباراتي ادارو د خبرونو پر اساس هوانګ د دې دفتر له پلټنو وروسته له دندې ګوښه شوی او له سره روزنيز مرکز ته استول شوی دی، چې اهليت ترلاسه کړي.

راپورونو څرګنده کړې، چې هوانګ د بډو اخيستو پر مهال نيول شوی دی.

د کېم جونګ اون د واکمنۍ له پيل راهيسې د حکومت لوړپوړي چارواکي، د پوځ مشران او ان د کېم د کورنۍ غړي له ورته پلټنو سره مخ دي، چې څوک له دندو ګوښه کېږي او څوک له سختو سزاو سره مخ کېږي.

د شمالي کوريا مشر وړاندې ځينې لوړپوړي چارواکي دندو کې د غفلت او نورو تورونو له کبله ان په توغنديو پورې تړلي او هوا ته ويشتي دي.