کندز: حکومت سره يو ځای شوي طالبان بنديان شوي

افغانستان

کندز: حکومت سره يو ځای شوي طالبان بنديان شوي

517

راپورونه څرګندوي چې حکومت هغه وسله وال طالبان بنديان کړي دي، چې خپلې وسلې يې حکومت ته سپارلې دي او د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي.

ويسا ورځپاڼې د کندز د يوه قومي مشر حميد الله هوتک له خولې څرګنده کړې ده، چې د دې ولايت د خان اباد ولسوالۍ يو شمېر طالبان د سولې شورا په هڅو له حکومت سره يو ځای شول، هغوی خپلې سپکې او درنې وسلې وار له مخه حکومت ته تسليم کړې وې، خو د کندز د ترورېزم رياست دغه طالبان ونيول او اوسمهال په زندان کې دي.

ښاغلی هوتک وايي، چې له دې مسالې نه حکومتي مشران، نه د سولې عالي شورا او نه هم ملي امنيت اداره خبره ده.

شنونکو څرګنده کړې ده، چې د دا ډول وسله والو بنديانول له ټولو اصولو او قوانينو سرغړونه ده. د سياسي چارو پوه عبد الشکور دادرس ويسا سره خبرو کې ويلي، چې دا کار نه يوازې د سولې پروسې ته زيان اړوي، بلکې نورو وسله والو ته دا انګېزه ورکوي، چې خبرو اترو ته زړه ښه نه کړي.

بل پلو ځينو نورو تسليمو شويو وسله والو هم رسنيو ته ويلي، چې حکومت ورسره په کړو ژمنو وفا نه ده کړې او د ځاني مصوونيت په تړاو يې هيڅ اقدام نه دی شوی.