منظور پښتون: تر اوسه یو اویا ورک پښتانه خپلو کورونو ته تللي

راپورونه

منظور پښتون: تر اوسه یو اویا ورک پښتانه خپلو کورونو ته تللي

417

اسلام اباد کې د پښتنو د احتجاج یوه پېلوونکي او مشر منظور احمد پښتون ویلي چې د دوی د احتجاج له پېل راهیسې تر اوسه یو اویا ورک پښتانه خپلو کورونو ته رسېدلي دي.

منظور پر خپل فیسبوک لیکلي چې دوی د احتجاج د ځای پر دېوالونو د ورکو پښتنو تصویرونه ځړولي وو چې بیا د یوه، یوه په اړه ټيلیفونونه راتلل او ویل يې چې فلانی کور ته راغی، تصویر یې لرې کړئ.

منظور زیاتوي چې یو تصویر پاتې و چې هغه د دانیال محسود و او پرون ماښام يې د تره زوی ما ته راغی او په خوشالۍ يې په چغه وویل چې د دانیال تصویر هم لرې کړئ، هغه اوس کور ته ورسېد.

هغه وايي چې د نورو بې ګناه پښتنو په درد به هم چوپ پاتې نه شي.

هغه له هغو کورنیو چې غړي يې ورک دي، غوښتنه کړې چې په اړه يې مالومات ورسره شریک کړي.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې سلګونو پښتنو له تېرو لسو ورځو راهیسې احتجاج پېل کړی دی. دوی له حکومت څخه بې ګناه وژل شوي نقیب مسید ته د انصاف غوښتنه کوي. د ورکو پښتنو موندل او وزیرستان کې د خښ کړل شویو ماینونو ایستل غواړي.

د نړۍ لر و بر کې د دوی په ملاتړ غږونه پورته شوي دي. افغان حکومت يې هم ملاتړ اعلان کړی او کابل کې هم د دوی په ملاتړ مظاهرې شوي دي.

همدا راز په اروپا او امریکا کې هم د مظاهرو تابیا شوې ده.