پاکستان وايي امریکا باید پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو پيسې ورکړي

سيمه او نړۍ

پاکستان وايي امریکا باید پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو پيسې ورکړي

482

یوه میاشت له هغې وروسته چې امریکا پاکستان ته پوځي مرسته وځنډوله، اوس پاکستان له امریکا څخه غوښتي چې د ډیورنډ کرښې یا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په وینا د پاک-افغان پولې د اغزن تار لګولو له پاره دې پيسې ورکړي.

خواجه اصف دغه څرګندونې د امریکايي بلومبرګ رسنۍ سره مرکه کې کړي دي. هغه ویلي چې دا به د امریکا له پاره ډېره بیه و نه لري. هغه زیاته کړې چې افغانستان کې جګړه د امریکا له پاره په ډېره بیه تمامېږي.

اصف زیاته کړې چې په دې کار سره به د هغو ترهګرو مخه ونیول شي چې د کډوالو په نوم په پوله راځي. نوموړي ویلي، نږدې شپږ لکه افغان کډوال چې افغانستان ته تللي وو، بېرته پاکستان ته راغلي دي.
پاکستان تېر کال پر اوږدې ۲۴۰۰ کیلومتره ډيورنډ کرښې باندې د اغزن تار لګول پېل کړل چې تر اوسه يې یو شمېر سیمو کې دغه تار لګولی دی. ویل کېږي چې نږدې ورځو کې به پر چمن لاره باندې هم د دغه تار لګول پېل کړي.

د دغه تار لګولو مسوولیت د پاکستاني پوځ پر غاړه دی.

افغان حکومت او په ځانګړي ډول عامو افغانانو د دغه اغزن تار لګول غندلي دي. افغانستان تر اوسه ډیورنډ کرښه د دوه هېوادونو تر منځ د رسمي پولې په توګه نه مني.