ننګرهار: کرکټ لوبغالي کې چادونې څلور ملکیان وژلي

افغانستان

ننګرهار: کرکټ لوبغالي کې چادونې څلور ملکیان وژلي

270

راپورونه وايي، د ختیځ ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کرکټ په یوه ځايي لوبغالي کې د ماین چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې خلکو د کرکټ لوبه کوله او خلک ورته راټول شوي وو چې چادونه وشوه.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.