ولسمشر غني: نړۍ دې پاکستان کې د پراخو حرکتونو ملاتړ وکړي

افغانستان

ولسمشر غني: نړۍ دې پاکستان کې د پراخو حرکتونو ملاتړ وکړي

486

له ځنډ وروسته افغان حکومت په لومړي ځل اسلام اباد کې د پښتنو د پېل شوي احتجاج په اړه خپل دریځ څرګند کړ.

د ولسمشر له ادرس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې حکومت يې په پاکستان کې د افراطیت او ترهګرۍ پر ضد د پراخو مدني او سوله ییزو حرکتونو ملاتړ کوي. ولسمشر ویلي چې دغه حرکت د عدم تشدد د فلسفې له سرلاري خان عبدالغفار خان له فلسفې سره تړاو لري.

خبرپاڼه کاږي:"له نړیوالو او همدغه راز په پاکستان کې له مدني ټولنو څخه هیله کېږي چې د دغه ډول حرکتونو ملاتړ وکړي".

ولسمشر له رسنیو غوښتي چې د خپل رسالت له مخې د دغو لاریونونو ریښتینی انځور نړیوالو ته وړاندې کړي. هغه ویلي چې رسنۍ دې د دوی د مظلومیت غږ نړیوالو په ځانګړي ډول مسلمانانو ته ورسوي.

نن نهمه ورځ ده چې د پښتونخوا پښتنو اسلام اباد کې د خپلو حقونو د غوښتلو له پاره احتجاج پېل کړی دی. دوی له حکومت څخه کراچۍ کې د یوه تن (نقیب مسید) د وژونکي غوښتنه کوي. د ورکو پښتنو راپيداکول او وزیرستان کې د ایښودل شویو ماینونو ایستل غواړي.

پرون او نن کابل کې هم د دغو احتجاجیانو په ملاتړ خلک راوتي وو.