ملا اغاجان معتصم د خپل ورور له خوا په ډزو ویشتل شوی: ځلاند ویب پاڼه

ملا اغاجان معتصم د خپل ورور له خوا په ډزو ویشتل شوی

راپورونه

ملا اغاجان معتصم د خپل ورور له خوا په ډزو ویشتل شوی

5199

په کابل کې حکومت ته د طالبانو تسلیم شوې غړي ملا اغاجان معتصم د کورنۍ یوه غړي ځلاند ته ویلي، چې نږدې دوه اونۍ وړاندي د جنوري د میاشتې په ۲۸مه  د شپې مهال د ښاغلي معتصم او کشري ورور ترمنځ د کورنۍ شخړي په ترڅ کې، معتصم اغاجان د خپل کشري ورور له خوا د توپانچې په ډزو ویشتل شوی، چې بیا ورورسته د شپې روغتون ته وړل شوی دی.

خو سرچینه وايي: «له نیکه مرغه کارتوس د معتصم پر لاس لګیدلي، چې له امله يې هغه په روغتون کې له لنډي درملنې وروسته له خطره ژغورل شوی».

ښاغلی اغاجان معتصم د کندهار اوسیدونکی او د طالبانو په واکمني کې د ماليې وزیر و. نوموړی په دوه زره لسم میلادي کال کې له حکومت سره يو ځای شو او اوس د کابل ښار په وزیر اکبرخان مینه کې له خپلو ۴میرمنو، پلار او وروڼو سره ژوند کوي.