د هند «مار سړی» چې هرو لسو ورځو کې پوستکی بدلوي

روغتیا

د هند «مار سړی» چې هرو لسو ورځو کې پوستکی بدلوي

1614

دغه هندی سړی پر يوه نادره ناروغۍ اخته دی، چې له امله يې پوستکی د مار په څېر تور ښکاري او په هرو لسو ورځو کې يو ځل پوستکی بدلوي.

د انګلستان د ډيلي ميل ورځپاڼې له راپور سره سم اوم پارکاش چې ۳۵ کلن دی، سيمه کې «مار سړی» باله شي، هغه د خپلې دغې ناروغۍ له کبله ګام نه شي وهلی، ځکه چې د قدم وهلو له امله چې يې د بدن کوم غړي موخل کېږي هغه په سخت ډول پرې کېږي او نوموړی سخت دردوي.

پارکاش وايي چې د درملنې لپاره کافي پيسې نه لرم او يوازې روحانييونو ته د درملنې په پار ورځم، «هغوی را ته وايي چې دا ناروغي د يوه لعنت له امله در پورې شوې چې درملنه يې ناشونې ده».

سره له دې چې پارکاش په عجيبه ناروغۍ اخته دی او بايد هرو دوو ساعتونو کې يو ځل خپل پوستکی پر اوبو او تېلو لوند کړي، خو هغه په خپل کلي کې پر خلکو ګران دی او د کلي اوسېدونکي تل هغه تېل مفت ورکوي چې د ده دردونه پرې ارامېږي.

پارکاش د هند په زړه کې په سارجوپارا باچيدي کلي کې اوسي، هغه وايي چې د پوستکي حالت مې دردوونکی او تنګوونکی دی، هيله لرم چې ترې خلاص شم او طبيعی ژوند پيل کړم، واده وکړم، کورنۍ جوړه کړم او له ورونو سره کار وکړم.