امريکايي سناتوران: د ټرمپ ستراتېژي به طالبان خبرو اترو ته اړ نه کړی

راپورونه

امريکايي سناتوران: د ټرمپ ستراتېژي به طالبان خبرو اترو ته اړ نه کړی

351

د امريکا مشرانو جرګې تېره ورځ د افغانستان او سويلي اسيا لپاره د ټرمپ پر ستراتېژۍ بحث وکړ، د دې جرګې ډېرو غړو څرګنده کړه، چې دا ستراتېژي يوازې د افغانستان د جګړې اوږدېدو سبب کېږي او بس. هغوی وويل، چې طالبان به د دې ستراتيژۍ له مخې د سولې خبرو اترو ته کښېناستو ته اړ نه کړی شي.

د امريکا د سنا ګڼو غړو افغانستان کې د ټرمپ د دې ستراتيژۍ پر بريا شک څرګند کړی دی. د جمهوريت غوښتونکي او ډموکرات ګوند غړو دا پوښتنه مطرح کړه چې ايا دا ستراتېژي کولی شي چې افغانستان کې د امريکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي؟ دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې يوازې د ۱۶ زرو سرتېرو په لرلو سره امريکا پر دې جګړه په کلنۍ توګه ۴۵ مليارده ډالر مصرفوي.

د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو جرګه‌ګۍ د امريکا د بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونو چارواکو ته د دې ستراتيژۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې دا پلان به ونه توانېږي چې د سولې خبرو ته د طالبانو د کښېنولو موخه ترلاسه کړي.

د جرګې يوه غړي باب کورکر څرګنده کړه، چې د کانګرېس غړي غواړي وپوهېږي چې افغانستان به کله هغې مرحلې ته رسي چې د غربي هېوادونو له ملاتړ پرته په خپلو پښو ودرېږي. افغانستان کې د امريکايي سرتېرو قوماندان او افغان ولسمشر څه موده مخکې په يوه مرکه کې ويلي وو، چې که امريکايي سرتېري له افغانستانه ووځي، د ملي يووالي حکومت به ډېر ژر سقوط وکړي.

د امريکا د سنا بل غړي کريس کونز وويل: «فکر کوم چې له افغانستان نه د وتلو يوه روښانه لار په نظر کې نه ده نيول شوې، طالبان په ساده ډول د دې انتظار کوي چې موږ به کله افغانستان پرېږدو، هغوی دې ته اندېښمن نه دي چې موږ به څومره موده هلته پاتې يو».

د سنا بل غړي رنډ پاول ويلي: «د ټرمپ د پلان له مخې به افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر ۱۵ زرو ته ورسېږي، د اوباما د حکومت پر مهال دغه سرتېري له ۱۰۰ زرو ډېر وو، خو طالبان يې د سولې خبرو ته حاضر نه کړی شول».

خو د امريکا د بهرنيو او کورنيو چارو مرستيال وزيرانو په دې غونډه کې د ټرمپ له ستراتيژۍ ننګه وکړه او څرګنده يې کړه، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو ويستل به د طالبانو د بريا په معنا وي او دا ډله ښايي بيا القاعده ته پناه ورکړي، چې د سپتمبر د يوولسمې په څېر بريدونه وکړي.

په ورته وخت کې دواړه مرستيال وزيران په دې اړه معلومات نه لري، چې څومره شمېر وسله وال ورسره په جګړه بوخت دي او څومره يې د سولې خبرو ته ميلان لري؟

د يادونې وړ ده چې په جګړه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه په وروستيو کې تر بل هر وخت پورته تللې ده، بل پلو امريکايي سرتېرو پر وسله والو هوايي بریدونه په بې ساري ډول ډېر کړي دي، چې له امله يې ستر شمېر ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

 



اعلان