اسلام اباد کې د پښتنو ځوانانو پرلت : ځلاند ویب پاڼه

اسلام اباد کې د پښتنو ځوانانو پرلت 

نظر او تحليل

اسلام اباد کې د پښتنو ځوانانو پرلت 

510

زاهدخليلي

یوه اوونۍ کېږي چې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې پښتنو ځوانانو دغه هېواد کې له دوی سره د شویو ظلمونو د حساب کولو له پاره احتجاجي ناسته پېل کړې ده. دا لومړی ځل دی چې دغومره ستر شمېر کې پښتانه په دغه ډول د ګډو موخو له پاره راټولېږي او قومپاله او مذهبپاله مشران ورځي او د خپل ملاتړ ډاډ ترې ورکوي.

لیدل کېږي چې ځوانان د خپلو غوښتنو د پوره کېدو له پاره ډېر په جذبه کې دي.

دوی کراچۍ کې د پولیسو په یوه دروغجنه ډرامه کې د وژل شوي پښتون نقیب الله محسود له پاره د انصاف غوښتنه کوي. د ورکو پښتنو پيداکول او وزیرستان کې د خښ کړی شویو ماینونو ایستل غواړي.

کراچۍ کې بې ګناه وژل شوی نقیب محسود لومړنی پښتون نه دی او نه به وروستی وي. له ده وړاندې د کراچۍ په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې سلګونه بې ګناه او حق غوښتونکي پښتانه ځوانان ترور شوي دي.

دغه احتجاج ته یو شمېر میندې هم د خپلو کورنیو د ورکو غړو له پاره د غږ پورته کولو او انصاف غوښتلو له پاره ورغلي چې دا دغه هېواد کې له پښتون قوم او حق غوښتونکو مبارزینو سره د شوي چلند ښه تصویر وړاندې کوي.

پاکستانی پوځ په ۲۰۰۴ ز کال کې په لومړي ځل قبایلي سیمو ته ننوت چې هلته يې د ترهګرۍ په نامه جګړه پېل کړه. دغې جګړه کې عامو او بې غرضه پښتنو ته سخت زیان واوښت. بندیان شول، تري تم شول، ووژل شول او لکونه بې کوره شول. همداراز د اوسېدو په سیمو کې يې ماینونه کېښودل شول چې وخت نا وخت په کې په ځانګړي ډول کوچنیانو ته زیان رسېږي او د بدن یوه ټوټه له لاسه ورکوي.

دغه روان احتجاجي کمپ همدغو ځورېدلو او ستونزو لیدلو ځوانانو له وزیرستانه پېل کړ چې بیا ورسره د پښتون وطن له لر و بر څخه ځوانان یو ځای شول چې له یوې اوونۍ تېرېدو وروسته لا هم په دې ساړه ژمي د خپل حق غوښتو له پاره په خیمو کې شپې سبا کوي.

د دغه احتجاج تر ټولو مهمه ځانګړتیا داده چې ولسي رنګ لري. تر شا يې د پښتنو هېڅ سیاسی ګوند ولاړ نه دی او دا ښه خبره ده؛ ځکه تاریخ کې لیدل کېږي چې دغه ډول غورځنګونه زیاتره وخت خپلو موخو ته رسېدلي دي.

ملتپال دې څه وکړي؟

له کرښې اخوا د ملتپانو دوه لوی ګوندونه دي. دغه دوه ګوندونه اوس په خپلو کې د قبایلي سیمو د ختمولو پر سر د نظر اختلاف لري او په جلا کمپونو کې ولاړ دي چې وخت نا وخت په یوه بل پسې توندې څرګندونې هم کوي. اړینه ده چې دوی دغه اختلاف پای ته ورسوي او هغه ډول چې د دواړو ګوندونو موخه، د پښتنو یو ځای کول دي، ډېره توجه ورته وکړي او اختلافات وغورځوي.

اسفندیار او اڅکزی دواړه دغه ځای (ال پښتون جرګې) ته ورغلي وو او د خپل ملاتړ ډاډ يې ورکړی دی. له دوی دغه ډول تمه ځکه کیدای شي چې هر وخت يې پاکستان کې پښتنو ته د حقونو د نه ورکولو یوازې غږونه پورته کړي دي او اوس چې دغه ډول یو خودجوشه غورځنګ پېل شوی، په کار ده چې دوی يې ملاتړ وکړي او منډه ورسره ووهي.

له دوی ډېره تمه کېږي چې ځوانانو ته له تکراري خبرو او راتلونکو ټاکنو کې د ملاتړ له شفرونو ورکولو ور اخوا راټول پښتانه د حق غوښتلو د همدغې روانې مبارزې جاري ساتلو ته وهڅوي او تر هغه يې ملاتړ وکړي، څو يې خپل حقه حقوق نه وي ترلاسه کړي. که دغه څه يې له لاسه نه کېږي او د راټولو شویو ځوانانو د یرغمل هڅه کوي؛ نو یو ناوړه او بد نوم به پرېږدي. د خپلو ځانګړو موخو له پاره د راټولو شویو ځوانانو د کارولو او یا د پردې تر شا د معاملې پر ځای دې د غورځنګ ځوان مشران دې پرېږدي چې خپله پېل کړې مبارزه په خپله تر هغې مخته یوسي، څو يې ټولې غوښتنې نه وي منل شوي او خبرې يې نه وي سپينې کړې.

ټولنیزو رسنیو کې له کرښې دېخوا پښتنو له لوري د کوزنیو پښتنو د ملاتړ په پار غږ پورته کول یو ډېر د خوشالۍ کار دی. دا يې پر موږ حق هم دی، که څه هم خپله له بلا ستونزو سره مخ یو؛ خو د خپل وجود له خلکو ملاتړ او په داسې پاکستانۍ ميډيا کې چې هېڅ توجه نه ورته کوي، غږ يې نړیوالو ته رسول پر موږ فرض دي.