مېچن

د پرون کيسه

مېچن

443

هغه لور چي د بانډې وي، نه پوهيږي په خبره،
وي جاهله سخا خيرنه، چيته غټه سر ببره،
بې ادبه، بې نمكه، د مېچن او د غوجلې،
نه خوله وره ساده ګوټې، د جارو او د خزلې
سمندرخان سمندر په دغه شعر کې د داسې جینې تعریف کړې دی چې د ورځې په کارونو کې به يې په مېچنې غنم یا جوار هم اوړه کول. پښتنو سړو چرې هم په کور کې میچنه نه ګرځوله او دا سخت کار یواځې د ښځو په برخه و. سل کاله پخوا به د کلي هرکور په یو ګوټ کې یوه مېچنه پرته وه. بیا ژرندې زیاتې شوې نو خلکو به خپله غله ژرندو ته د مېده کولو لپاره وراستوله. بیا هم ځینو خلکو په کور کې “مېچنه” د برکت او د سوکالۍ نښه ګڼله.
زما په یاد دي نیا مې د اوربشو اوګره په مېچن جوړوله. پخوانو میرمنو به ځوانو جینکو یا انږور ته پېغورورکوو چې که هر سهار مو مېچن ګرځولې نو دغه کانې به مو نه کولې. نه پوهیږم چې هغه کانې به څه وې.
ښایی د “بغرۍ او لنګرۍ” نه وروسته انسان ساده مېچن ایجاد کړو. د دوو ګول تیږو په منځ کې غنم، اوربشي او جوارد خوړو لپاره پرې اوړه کړل. هره تیږه د مېچن “پل” نومېږي چې لاندې تیږه به لږخوی او پاسنۍ به له هغې لږه وړه وه. د پاسني تیږې په منځ کې د قیف په شکل یو سورې د دانو لپاره او څنډې ته يې د ونې د غټ موګي یا لاستي هومره سوری وو. په دغه لاستې به ښځو د مېچن پل ګرځوو او په بل لاس به يې د غنمو دانې منځ سوري ته اچولې. اوړه به د لاندې پل نه بهرغورځیدل. ښځې به مېچنې نه دواړه زنګانه تاو کړل او دغه ۵ کلو تیږه به يې د ګړۍ د ستنو په رخ تاووله. کله چې میلمانه به راغلل یا د ډوډۍ پخولو ته يې تادي وه نو دوه ښځې به مېچنې ته کیناستې. د هرې یوې مخ ته به چې لاستې راغلو نو دا به يې تاو کړو. یوې به پل کې دانې اچولې او بلې به اوړه راټولول. د میچن دواړه پل به داسې جوړېده چې د یو بل سره ونښلي.
په هندي کې چکي، په انګریزي کې “کوان” او په لاطیني کې “موله” د مېچنې څو نومونه دي. ددې د پل لپاره تر ټولو ښه د “ایسفالټ” تیږه ګڼل کېده. یو خو دا کلکه وي او بل په طبعي ډول زیږه وي چې د غلې میده کول پکې اسانه وو. د دې د رژیدو او د اوړو شګې کولو امکان هم لږ وي. خو ایسفالټ په اسانه او هر ځای نه شی موندلې نو ځکه نورې کلکې تیږې به يې ورته موندلې. که تیږه هواره وه نو د اوسپنې په سیخ به ورباندې نښې ټک وهلې چې زیږه شي. تر اوسه دا څرګنده نه ده چې لومړی میچنه جوړه شوه که ژرنده. د مېچنې یوه ګټه دا وه چې خلکو به د یو ځای نه بل ته وړلې شوه. خو دا به دومره دروند وو چې که بل ځای د دې د موندلو امکان و نو د کډې په وخت به يې شا ته پریښوده. د چارسدې په لار”خزانې” کلي سره یو ځای، “چکۍ” نومېږي. دلته یو وخت بې شمېره د ژرندو او د مېچنو پل به پراته وو. اوس هم یو دوه پکې پاتې دي.
د انګریزانو د وخت هند په جیلونو کې قیدیانو به میچنه ضرور ګرځوله، که څه هم میده شوی اوړه به موندل کېده خو دا یوه سزا وه. د میچنې ګرځولو یوه نتیجه به دا وه چې ښځې به په ځوانۍ کې د ملا او د زنګون په درد اخته شوې. د اسوریانو په لرغونو مقبرو کې موندل شوي د ښځو په هډوکو څېړنې وشوې نو د دوی د ملا تیر، د زنګون هډونه او د پښې ګوتې کاږه و. د دې سبب د میچنې ګرځول وو.

د لیکوالې له بلاګه

 



اعلان