نوې سپرې چې ژور دردونه اراموي: ځلاند ویب پاڼه

نوې سپرې چې ژور دردونه اراموي

روغتیا

نوې سپرې چې ژور دردونه اراموي

284

د امريکا او انګلستان روغتياپوهان ادعا کوي چې داسې نوي درمل يې جوړ کړي دي، چې درد په خورا چټک ډول کموي. دا سپرې له درد ضد هغو توکو جوړه ده چې ضرر يې نه شته.

دغه روغتياپوهان وايي، چې د پزې له لارې د کش کېدونکې دې سپرې ترکيب ترسره شوی او له پيپټوډ «لو –انکيپالين» نه جوړېږي، چې د پوزې له لارې نېغ په نېغه دماغو ته رسېږي او سړی هغه ډول نه روږدی کوي چې عادتا يې د دردونو ارامولو نور افيوني درمل روږدی کوي.

پوهان وايي، چې دا ماده د رايجو کپسولونو پر ځای د سپرې په توګه کارولو کې ښه فعاليت کوي چې دماغو کې د درد حس کولو مرکز ته له تلو وړاندې وينې ته ورګډېږي او اغېز کوي.

د هغوی په وينا نوې سپرې يې ازمويلې ده او ازموينه بريالۍ ده.