انګور ذهني روغتيا ته ګټور دي

روغتیا

انګور ذهني روغتيا ته ګټور دي

158

خوړو کې د انګورو ور ډېرولو سره پر خپل ذهن او دماغو مثبت اغېز ترلاسه کړئ، ځکه دې مېوه کې شته توکي د رواني ناروغۍ او خپګان په څېر دماغي ستونزو نه بچ کېدو کې مرسته کوي.

امريکا کې شوې يوه تازه طبي څېړنه کې دا خبره څرګنده شوې ده.

«ايشکن سکول اف ميډيسن» کې شوې دې څېړنه کې ويل شوي، چې انګورو کې شته طبيعي توکي د ډپرېشن يا خپګان په څېر دماغي ناروغيو کچه را ټيټوي.

له څېړنې سره سم انګورو کې موجود «پولي فينولز» مرکب هغه دماغي برخې نورمال حالت ته راولي، چې د خپګان او ذهني اندېښنې د تشويش لامل ګرځې او په اوس وخت کې پرې زرګونه تنه اخته دي.

له دې وړاندې څرګنده شوې وه، چې انګورو کې شته پولي فينولز د خپګان برخه کې ګټور دي، خو د دې لامل نه و په ګوته شوی.

تازه څېړنه کې موندل شوې ده، چې انګورو کې موجود بايو اکټيو غذايي پولي فينول د ذهني خپګان د باعث کېدونکي دماغي فشار پر ضد د اغېزمن مقاومت سبب کېږي.