"مه وېرېږئ، د ګاندي وژونکی مسلمان نه، هندو دی"

د پرون کيسه

1263

د ۱۹۴۸ ز کال د جنورۍ په دېرشمه نېټه د هند لوی مشر مهاتما ګاندي د یوه تن له لوري هغه مهال ووژل شو چې په دعا کولو بوخت و.
ګاندي د عدم تشدد ستر داعي او د نیمې وچې د خپلواکۍ ستر مبارز و. کانګریس چې د هند لوی ګوند و، د هر مذهب او هرې طبقې خلکو په کې ګډون درلود.
د جنورۍ دېرشم ماښام داسې و، چې مسلمانانو سکته کړې وه.
ګاندي په همدې ورځ د یوه افرطي او متشدد هندو له لوري ووژل شو.
هغه سړک چې ګاندي په کې ووژل، د البقرق سړک په نوم یادېده، خو له دې وروسته د "تیس جنوري مارګ" په نوم واړول شو.
د علي احمد خان په نوم یو تن چې هغه مهال اته کلن یې، وایي، د ګاندي د وژنې د اعلان له امله بل ډول وضعیت رامنځته شوی و، خو کله چې اعلان وشو چې د ګاندي وژونکی مسلمان نه، هندو دی، نو زما نیکه او کورنۍ د ارام ساه واخیسته.
دی زیاتوي، دغو ورځو کې مې پلار په ممبي کې و. پلار مې راته وویل چې ماښام یو پولیس راغی او راته یې وویل چې ګاندي وژل شوی، خپلو خلکو ته ووایه چې په ګرځېدو کې احتیاط وکړي، خو لږ وروسته همدا پولیس بیا راغی او ویې ویل چې وېرېږئ مه، د ګاندي وژونکی هندو دی .
ګاندي د خپل ژوند وروستۍ ۱۴۴ ورځې دغه ځای کې تېرې کړې.
د هغه وژونکی ناتهور رام ګوډسی و چې د یوه افرطي ډلې غړی و.

 



اعلان