د کوچني اباسين وژونکي اعدام شول

ګنګوسې

د کوچني اباسين وژونکي اعدام شول

905

راپورونه څرګندوي، چې د کوچني اباسين درې تنه وژونکي نن سهار اعدام شول. دغو دريو کسانو اباسين د پيسو ترلاسه کولو لپاره تښتولی و، وروسته يې د هغه د ګوتې پرې کېدو ويډيو خپره کړه او ورپسې يې وواژه.

دغه درې تنه چې محمد عارف د عبد الله زوی، شاهين د اختر ګل زوی او دادان لونګ د زمري زوی دي، د دريګونې محکمو له لوري مجرمان وپېژندل شول او د ولسمشر له فرمان وروسته په دار را وځړول شول.

درې واړه وژونکي د پکتيا ولايت اوسېدونکي دي. هغوی د عامو خلکو پر وړاندې په دار نه دي را ځړول شوي، خو ويل کېږي چې نن سهار د ولسمشر له فرمان وروسته اعدام شوي دي.