جرمني: اسلام او کډوال مخالف سیاستوال مسلمان شوی: ځلاند ویب پاڼه

جرمني: اسلام او کډوال مخالف سیاستوال مسلمان شوی

اسلام

جرمني: اسلام او کډوال مخالف سیاستوال مسلمان شوی

1315

د جرمني د ختيځ برانډېنبرګ ایالت سیاستوال ارتر واګنر اسلام منلی دی.

د ډوچي ویلي جرمني رسنۍ د راپور پر بنسټ، واګنر د AFD یا Alternative for Germany ګوند د ملي اجراییه کمېټې غړی و. یاد ګوند اسلام او د کډوالو ضد و.

واګنر له خپلې دندې استعفی ورکړې ده. د یاد ګوند ویاند ډينیل فریسي ویلي چې ګوند يې له دې سره هېڅ ستونزه نه لري.

واګنر له دې وړاندې د جرمني د چانسلرې انګېلا مېرکل د ګوند غړی و. نوموړي له یوې جرمني رسنۍ سره خبرو کې ویلي چې دا زما شخصي مسئله ده. واګنر زیاته کړې چې د استعفی له پاره پرې ګوند فشار نه دی اچولی.

د واګنر ګوند وروسته له هغه ډېر ملاتړ ترلاسه کړ چې ګوند يې د کډوالو پر ضد دریځ غوره کړ. تېرو څو کلونو کې له مسلمانو هېوادونو څخه یو نیم میلیون کډوال جرمني ته تللي چې یاد ګوند دوی جرمني ته ګواښ ګڼه. ګوند ویل چې جرمني ته د (اسلامایزیشن) څخه ګواښ متوجه دی.