د صحابه کرامو رضي الله عنهم روښانه ژوندون! (۴): ځلاند ویب پاڼه

د صحابه کرامو رضي الله عنهم روښانه ژوندون! (۴)

اسلام

د صحابه کرامو رضي الله عنهم روښانه ژوندون! (۴)

491

ژباړه: ابو ادریس عبرت مهاجر

د عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه په اړه دوهمه برخه

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته یې د امهات المؤمنین رضي الله عنهن د خدمت چارې پر غاړه واخيستې که به هغوی حج ته تللې نو حج ته به ورسره تللو او په اوښانو به یې کجاوې ورته برابرولې. چې چیرته به هغوی تللې او زړه به یې وه نو دی به ورسره مل و. حضرت عبدالرحمن رض له امهات المؤمنین سره دومره خواخوږي او همدردي لرله چې خپله شخصي ځمکه یې په ٤٠٠٠٠ څلویښت زره دیناره خرڅه کړه، هغه ټولې روپۍ یې په امهات المؤمنین او د بني زهره او نورو بې‌وزله مهاجرینو باندې تقسیم کړې کله چې ام المؤمنین عاﺉشې صدیقې ته خپله حصه ورورسیده، پوښتنه یې وکړه چې دا چا رالیږلې ده؟ نو چا ورته وویل چې حضرت عبد الرحمن رض رالیږلې ده. حضرت عاﺉشې رضي الله عنها وویل: رسول الله چې ژوندی وه دا یې فرمایلي و، چې پر تاسو به له صابیرنو بغیر بل څوک پام نه لري. حضرت عبد الرحمن رض د هغې دعا له کبله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته کړې وه ډیر زیات شتمن شو. ورځ تر بلې یې  په کاروبار کې پراخي راتله، تر دې چې یوه ورځ د حضرت عبدالرحمن رض  په اوو سوو اوښانو بار یوه قافله مدینې منورې ته په لاره وه ډیر هغه سامانونه په کې بار وو، چې د خلکو ورته اړتیا وه، کله چې مدينې منورې ته را ورسېده نو د ګړنجونو ځوږ یې په ټوله مدینه کې خپور شو، ام المؤمنین حضرت عاﺉشې رضي الله عنها چا نه پوښتنه وکړه، چې دا ځوږ او شرنګا د څه شي ده؟

چا ورته وویل دا د حضرت عبدالرحمن رض د هغه اوو سوو اوښانو د قافلې شور دی، چې مختلف سامانونه یې په کې راوړي دي. حضرت عاﺉشې رض وویل: متعال ذات دې په هغه مال کې نور هم برکت ورته واچوي چې ده ته یې په دنیا کې ورکړی دی، البته د اخرت ثواب ډیر زیات ده. ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي، چې وایي عبدالرحمن بن عوف به وجنت ته په ګونډو ورننوزي. حضرت عبد الرحمن لا قافله نه وه اړولي چې چا دا زیری ورته ورسول. حضرت عبدالرحمن رض په ډیره بیړه حضرت عاﺉشې رض ته راغی او ورته ویې ویل یا ام المؤ منین!

تا دا حدیث خپله له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی دی؟

حضرت عاﺉشې رض ورته وویل، چې هو بلکل! دا حدیث ما له رسول الله څخه اوریدلی دی.  حضرت عبدالرحمن رض دومره خوشحال شو، دې ته  نیزدې و، چې له ډیرې خوښۍ وزرې وکړي، نو یې وویل چې که مې وس ورسید، نو په ولاړه به ور ننوزم، او ای ام المؤمنین ته ګواه اوسه، چې ما دا ټوله قافله له ټولو سامانو سره د الله تعالی په لار کې صدقه کړه. یوه ورځ یې روژه نیولې وه د روژه‌ماتي لپاره چې کله ډوډۍ مخته ورته کیښودله شوه او ورته ویې کتل، نو ویې فرمایل: چې حضرت مصعب بن عمیر رض شهید شو، خو هغه تر ما ډیر ښه و، هغه موږ په داسې کفن کې خاورو ته وسپارل، چې پښې به مو ورپټې کړې نو سر به یې لوڅ شو او که سر به مو ورپټول، نو پښې به یې لوڅې شوې. وروسته بیا الله سبحانه وتعالی پر موږ پراخي راوستله، هغه هم داسې پراخي، زما سره دا ویره وي، هسې نه چې الله تعالی د هغو تیر شویو تکلیفونو بدله دلته په دنیا کې نه وي راکړې او له دې سره په ژړا شو، په ژړا کې یې ښې لویې لویې چیغې ووهلې، تر دې چې هغه مړۍ هم ورڅخه سړه شوه.

روایاتو کې راځي، کله چې یې د خپل ځان په هکله د جنت زیری واورید، نو د مال په صدقه کولو کې نور هم ور زړور شو، تر دې چې یوه ورځ یې ٤٠٠٠٠ څلویښت زره درهمه سپین زر د الله په لار کې صدقه کړل، بل وخت یې بیا ٤٠٠٠٠ څلویښت زره درهمه سره زر د الله تعالی په لار کې صدقه کړل، بل وخت یې بیا ٢٠٠ دوه سوه اوقیې سره زر صدقه کړل، بیا یې د الله تعالی د لارې و مجاهدینو ته ٥٠٠ پنځه سوه اسان ورکړل. بل ځل یې بیا و مجاهدینو ته ١٥٠٠ پنځلس سوه سوارلۍ ور واخستلې. کله یې چې د وفات وخت رانیزدې شو، نو د ډېرو مریانو له ازاده‌ولو سره سره یې د بدري صحابه کرامو له جملې نه چې څوک ژوندي پاته وو، د هغو لپاره یې د ثلث مال څخه په څلورسوه دیناره سرو زرو وصیت وکول، چې بیا وروسته هر یوه ته هغه خپله خپله حصه ورکړله شوه.

له وفات نه وروسته د جنازې لمونځ ورباندي حضرت عثمان رضي الله عنه وکړ، قبر ته حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه او حضرت علي رضي الله عنه واخيست.

نور بیا...