باچا خان؛ ناکام سیاستوال

د پرون کيسه

باچا خان؛ ناکام سیاستوال

361

د جنورۍ شلمه د باچا خان له دېرشم تلین سره برابره ده. هغه د ۱۹۸۸ ز کال  د جنورۍ میاشتې په شلمه نېټه د پېښور په لیډي رېډنګ روغتون کې ومړ.

د باچاخان نوم د پښتنو او د سیمې په تاریخ کې د خپلواکۍ د یوه ستر مبارز په نوم ثبت دی. هغه د خپل ژوند ډېره برخه د خپلو خلکو د حقونو د ترلاسه کولو له پاره، لومړی د انګرېزانو او بیا د پاکستان په زندانونو کې تېره کړه.

د پښتنو د ښوونې او روزنې له پاره يې د ترنګزو د حاجي صاحب په پل پل کېښود او د خپلو خلکو د فکري ويښتيا له پاره يې نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه. ښوونځي/مدرسې يې جوړې کړې. باچا خان چې د پښتنو وروسته پاتې والي او ناوړه دودونو ته څومره ځورېده، ښايي د پښتنو په تاریخ کې به بل پښتون دومره ورته ځورېدلی نه وي.

د پښتون مجلې، اصلاح افاغنه او د خدايي خدمتګارو په ګډون يې له هرې شونې لارې خپلو خلکو ته د خدمت کولو او سیالولو له پاره ګامونه پورته کړل.

باچاخان د هند د خپلواکۍ او متحد ساتلو له پاره له کانګرېس سره تر پایه اوږه په اوږه ودرېده؛ خو کانګرېس ورسره وفا و نه کړه او په وینا يې لېوانو ته يې پرېښود. هغه په خپل کتاب کې د کانګرېس له بې وفایی شکایت کړی دی.

د انګرېزانو په وړاندیز يې په سرحدي صوبه کې له کېدونکي ریفرینډم سره مخالت وکړ. دغه ریفرینډم چې د هند او پاکستان تر منځ د یوه د ټاکلو په اړه و، دوی په کې د یوه جلا هېواد (پښتونستان) د ور ځایولو غوښتنه وکړه چې انګرېز او مسلم لیګ رد کړه او کانګرېس چې وېش يې له سرحدي پښتنو سره له مشورې پرته منلی و، ظاهراً يې د باچا خان ملاتړ و نه کړ.

نهرو هم له باچا خان څخه په ریفرینډم کې د ګډون غوښتنه کړې وه؛ خو باچا خان و نه منله. پاکستان جوړ شو او د ګاندهي – باچا خان عدم تشدد و نه شو کولای چې د پاکستان د جوړېدو مخه ونیسي او باچا خان ته دا ځل یو بل طوق ور په غاړه شو.

باچا خان د ده په مشرۍ د بنو جرګه کې د خپلواک هېواد (پښتونستان) غږ پورته کولو ته هم د ډېر وخت له پاره ژمن پاتې نه شو او ظاهراً يې د سردریاب په یوه بله جرګه کې پاکستان منلو ته غاړه کېښوده او د ولي خان په وینا په پاکستان کې يې د ورګډېدو پرېکړه وکړه.

د سردریاب له غونډې وړاندې، کله چې وېش لا عملي شوی نه و، باچا خان او جناح سره کتلي او خبرې يې کړې وې. باچا خان په مشروط ډول پاکستان سره یو ځای کېدو ته لېوالتیا ښودلې وه. جناح ترې لومړی په مسلم لیګ کې د شاملېدو غوښتنه وکړه؛ خو باچا خان و نه منله او خبرې يې ناکامې شوې.

د سردریاب له جرګې وروسته، چې باچا خان په کې پاکستان د خپل هېواد په توګه ومني، باچا خان په کراچۍ کې د پاکستان په لومړنۍ قانون جوړوونکې اسمبلۍ کې ګډون وکړي او هلته پاکستان ته د وفادارۍ لوړه ورکړي.

دلته پام وړ او څرګند لیدونکی واقعیت، چې لیکوال وړاندې هم دې ته اشاره کړې، دا دی چې د باچا خان د ټولې سیاسي مبارزې په اوږدو کې هېڅ ځای د لوی وطن (له امو تر اباسینه) شعار او څرک (ښکاره او پټ) نه دی لیدل شوی او نه يې د پاکستان له جوړېدو وړاندې او نه يې وروسته دغه څه غوښتي دي. ځینې چې يې له لوی وطن سره نوم نښلوي، ښايي دا د دوی ناخبري وګڼل شي. هو! باچا خان د دې لوی وطن یو وګړی و؛ خو د یو چا د مبارزې د موخې او ارمان تر منځ توپير شته او د چا په مبارزه او موخو کې چې څه نه وي، په زور ورپورې د یو څه نښلول به ناپوهي او ناخبري وي.

عدم تشدد او پښتانه

د باچا خان د عدم تشدد فلسفه چې یو شمېر مخالفین يې د هغه له لوري د پښتنو بې غېرته کول بولي، په پښتنو کې یو نوی فکر او یوه نوې تجربه وه چې باچا خان يې له لارې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې ناکام شو. ان ګاندهي چې د عدم تشدد په فلسفه باوري او ستر تبلیغ کوونکی يې و، له لوی کانګرېس سره يې و نه کړای شول چې د تاریخي هند یو ځای والی وساتي او پای هند ترې په ډېر ناوړه حالت ووېشل شو.

د باچا خان په وینا چې انګرېزانو به پښتانه وژل، وهل، ټکول، سپکول، بندیانول، په شګو څملول او د قصه خوانۍ په څېر پېښو کې به وژل کېدل؛ خو دوی به بیا هم په عدم تشدد ځواب ورکاوه، دا ډول ځواب ورکول، د پښتنو په ټولنه کې نااشنا او د دوی د طبعیت او تاریخ خلاف کار و او پایله يې هم له ناکامۍ پرته بل څه نه شوه.

که د نړۍ د قومونو تاریخ وګورو، لیدل کېږي چې په زور د نورو تر واک لاندې راغلي او په زور يې خپلواکي اخیستې او ساتلې ده. د باچا خان – ګاندهي د عدم تشدد فلسفې وښوده چې د خپلواکۍ په څېر د یوه مقدس څيز ترلاسه کول پرې شوني نه دي. باچا خان او ګاندهي له هند څخه د انګرېزانو په ایستلو کې مهم رول ولوبوه؛ خو ولې په عدم تشدد د خپل هېواد د وېش په مخه نیولو کې بریالي نه شول.

باچا خان او مذهبي پښتني ټولنه

دا پوښتنه چې د پښتنو په تاریخ کې ولې تل ملا په پښتنو اغېزمن پاتې شوی او پښتنو ولې تل د غېر مذهبي ډلو مخالفت کړی، يوې ښې او هر اړخیزې څېړنې ته اړتیا لري. یا دا چې پښتانه د نورو مسلمانو قومونو په پرتله ولې د مذهب ډېر معتاد یا د ځینو په اصطلاح افراطي مذهبیان دي او غېر مذهبيتوب ته يې نه ویلی، یو په زړه پورې بحث دی. باچا خان چې له کانګرېس سره د یو ځای کېدو او سیکولر (غېر مذهبیتوب) د سیاست کومه مبارزه وکړه، پښتنو کې ډېره بریالۍ نه شوه.

ښايي دا به د باچا خان تېروتنه وه چې په یوه مذهبي - محافظه کاره پښتنه ټولنه کې يې د مذهب په نوم سیاست و نه کړ. د پښتنو تاریخ راښوولې چې د مذهب په نوم د راپورته شویو خوځښتونو ملاتړ يې کړی. دا چې پایله يې ټولنې ته ګټه یا تاوان شوی، جلا بحث دی.

د تېرو څلوېښتونو کلونو پېښو او له افغان جهادیانو او د نشنلیانو په مقابل کې له ملایانو د پښتنو ملاتړ وښوده چې پښتنو کې ملتپالنه نه چلېږي. پښتنو کې د ملتپالنې ناکامي بهرنی لامل هم لري، ولې پښتني ټولنه او مذهبيتوب يې له نورو مهم لامل کیدای شي.

کابل کې د باچا خان اوسېدنه

باچا خان د خپل ژوند یوه کافي برخه کابل کې تېره کړې. افغان حکومتونو يې ملاتړ کړی او برني افغان ولس ته نږدې پاتې شوی دی.

باچا خان د محمد داود کودتايي جمهوریت کې هم کابل کې و. بیا چې د امین په قومنده خلقي کودتا وشوه او داود په کې سره له کورنۍ ووژل شو او له تره کي وروسته چې امین راغی، باچا خان بیا هم کابل کې اوسېده.

همداراز د شوروي یرغل پر مهال يې د خپل ژوند وروستي کلونه هم کابل کې تېر کړل او د کارمل او نجیب په ګډون له حکومتي چارواکو سره به يې لیدل.

د افغانستان د ملتپالو مشران چې د امین د واکمنۍ تر پایه کابل کې و، له شوروي یرغل سره يې وطن پرېښود او د کډوالۍ ژوند يې غوره کړ؛ خو ولې باچا خان چې د عدم تشدد ستر علمبردار و، له داود وروسته د زور او تشدد له لارې راغلو حکومتونو او بیا په ځانګړي ډول د شوروي یرغل پر مهال کابل کې د حکومت تر سیوري لاندې او د حکومت کور، کالي، ډوډۍ ته پروت و چې دغه څه يې زما په څېر یو عادي؛ خو خپلواکۍ خوښوونکی شخص ترې ګیله من کوي. دغه مهال به د باچا خان په څېر یو مشر ته د اوسېدو له پاره له کابله، چارسده کې ژوند کول ډېر غوره نه و؟

... او پای باچا خان یو ناکام سیاستوال

ښايي د نړۍ په تاریخ کې به هېڅ ځای داسې شخص/قوم و نه موندل شي، چې خپل حق او بیا په ځانګړي ډول د خپلواکۍ حق يې له مقابل لوري څخه په سوال کولو ترلاسه کړی وي. په سوال د یو څه غوښتلو واک بیا د مقابل لوري په لاس کې وي او کله چې يې خوښه وي سوال کوونکي ته يې ورکوي. د ګاندهي – باچا خان عدم تشدد هم همدې سوال کولو ته ورته و چې غوښتل يې له دې لارې خپلواکي وګټي او د هند د وېش مخه ونیسي؛ خو دواړه په کې ناکام شول.

کانګرېس هند کې لوی ګوند و. باچا خان د دې له پاره چې د خپلې مبارزې له پاره يې ملاتړ موندلی وي، له کانګرېس سره یو ځای شو. هغه په خپله لیکي چې زموږ او د کانګرېس موخه (خپلواکي) یوه وه. دا (خپلواکي) هغه څه و چې دوی يې سره نږدې کړل او بیا باچا خان د سرحدي کانګرېس مشر شو چې خدايي خدمتګار يې یوه څانګه شوه.

که د باچا خان ټولنیز ژوند او پښتنو ته کړي خدمتونه يې یوې خوا ته کړو، هغه د خپلې مبارزې د سیاسي موخو په ترلاسه کولو کې بشپړ ناکام شوی دی.

هند د ګاندهي، نهرو، ازاد او د باچا خان په ګډون د لوی او ستر اکثریت هندي ولس د غوښتنې او تمې خلاف ووېشل شو او کانګرېس او باچا خان د هند په متحد ساتلو کې ناکام شول.

باچا خان چې د هند د وېش پر مهال يې د خپلواک پښتونستان جوړولو غږ پورته کړ، خپل غږ ته ژمن پاتې نه شو او جوړولو کې يې ناکام شو. یوازې دوه میاشتې وروسته د خپلواک پښتونستان له غوښتنې پر شا شو او یا په خوښه او یا حالاتو اړ کړ چې پاکستان ته د وفادارۍ قسمونه ورکړي؛ خو د ده د ژوند تر پایه او ان اوس هم د ده پلویانو ته، پاکستان ته د وفادارۍ له قسمونو ورکولو سربېره هم، د غدارانو او پاکستان مخالفو په سترګه کتل کېږي.

هغه مهال چې يې د خپلواک پښتونستان غږ پرېښود، بیا يې د سرحدي صوبې نوم په پښتونستان یا پښتونخوا بدلولو غوښتنې پېل کړې. کابل کې د باچا خان د ویناو متنونه شته چې په کې باچا خان وايي چې موږ په پاکستان کې پنجابیان، سندیان، بلوچان او پښتانه وروڼه قومونه اوسېږو؛ خو نور صوبې خپل شناخت (ایالتي نوم) لري او پښتانه يې نه لري. یانې نور قومونه چې په کومو صوبو کې اوسېږي، د دوی د قومونو په نوم یادېږي او د پښتنو صوبه د سرحدي (بې مانا) صوبې په نوم یادېږي.

خو باچا خان او د ولي خان په ګډون نور نشنلیان ټول په دې کار کې ناکام شول. دا ۲۰۱۰ ز کال و چې د صوبې نوم بدل شو؛ خو بیا هم هغه ډول چې باچا خان او نورو پلویانو يې غوښت، بدل نه شو او له پښتونخوا وړاندې يې ورسره د خېبر نوم ونښلوه.

هو! منډيلا، ګاندهي او نهرو په خپلو مبارزو کې تر ډېره بریالي شول. د ګاندهي او نهرو کانګرېس پرلپسې څو لسیزې په هند واکمن او خپلواکه کړې خاوره يې، که څه هم بشپړه نه ده، لسیزې يې پرې واک وچلوه او لا هم زور کې دي؛ خو باچا خان په کې خپل ارمانونه ګور ته یوړل.