اتلس سوه پاکستاني علماوو ځانمرګي بریدونه حرام وبلل: ځلاند ویب پاڼه

اتلس سوه پاکستاني علماوو ځانمرګي بریدونه حرام وبلل

اسلام

اتلس سوه پاکستاني علماوو ځانمرګي بریدونه حرام وبلل

613

د پاکستان د اتلس سوه علماوو او د دغه هېواد د ولسمشر ممنون حسین له لوري په یوه کتاب کې جاري شوې فتوا کې ځانمرګي بریدونه حرام بلل شوي دي.

رویټرز اژانس د پاکستان د ولسمشر له خولې لیکلي چې دغه فتوا د یوې منځلارې ټولنې د ثبات له پاره بنسټ جوړوي. نوموړي زیاته کړې چې په دې سره به د ترهګرۍ مخه ونیول شي.

علماوو ویلي چې هېڅ شخص یا ډله د جهاد د اعلانولو صلاحیت نه لري.

ویل کېږي چې دغه کتاب به نن (سې شنبه) خلکو ته وړاندې شي.

پاکستان دا فتوا داسې مهال ورکوي چې د امریکا له لوري دغه هېواد د وسله والو په ملاتړ تورن دی او فشارونه پرې زیات شوي دي.