افغان-انګلیس لومړۍ جګړه او جلال اباد ته د برایډن ژوندي رسېدل

د پرون کيسه

افغان-انګلیس لومړۍ جګړه او جلال اباد ته د برایډن ژوندي رسېدل

1300

په ۱۸۳۹ ز کال کې انګرېزانو په افغانستان خپل لومړی یرغل وکړ. دغه مهال دوست محمد خان د افغانستان امیر و؛ خو هغه د دې پر ځای چې جګړه وکړي، شا تګ يې غوره کړ او بیا منځنۍ اسیا ته لاړه.

د افغانستان پخوانی پاچا شاه شجاع له انګرېزانو سره و. انګرېزانو هغه کندهار ته راوست او هلته يې د پاچا په توګه اعلان کړ. کله چې انګرېزان کابل ته ورسېدل، شاه شجاع يې یو ځل بیا د افغانستان د خلکو د پاچا په توګه اعلان کړ.

په افغانستان د انګرېزانو یرغل بېلابېل لاملونه درلودل. هغوی ویل چې د افغانستان د تخت اصلي وارث شاه شجاع دی، ځکه دی د احمد شاه ابدالي لمسی دی او کله چې شاه شجاع په تخت کېنول شي؛ نو دوی به له افغانستان څخه ووځي.

دوست محمد خان د فتح خان ورور او په قوم بارکزی و.

انګرېزانو دوست محمد خان تورن کړ چې په خپل سر کې د پراختیا غوښتنې فکر او د انګرېزانو له دښمنانو سره اړیکې لري.

د کابل خلکو د ۱۸۴۱ ز کال په نومبر میاشت کې د دوست محمد خان د زوی اکبر خان په مشرۍ د انګرېزانو پر ضد پاڅون وکړ.

د انګلیس استازی مکناټن ووژل شو او انګرېزانو په مشروط ډول له افغانستان څخه په وتلو هوکړه وکړه.

هغه شپاړس زره کیسز پوځ چې جلال اباد ته په لاره و، نږدې ټول يې ووژل شول او یوازې ویلیم برایډن و چې د ۱۸۴۲ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۱۳ جلال اباد ته په ژوندي رسېدلو بریالی شو.

دوست محمد خان چې د جګړې په وروستیو کې راغلی و، انګرېزانو ته تسلیم شو چې انګرېزانو بیا هند ته ولېږه او بیا يې له هغه ځایه د افغانستان د پاچا په توګه راواستوه.

دا د دوست محمد خان دویم ځل واکمني وه چې تر ۱۸۶۳ ز کال پورې د افغانستان واکمن پاتې شو.

دوست محمد خان په خپلې واکمنۍ کې وتوانېده چې په تدریجي ډول کندهار او د ژوند په وروستیو کې هرات له کابل سره وتړي.

دوست محمد خان هرات کې ومړ.



اعلان