د صحابه کرامو (رضي الله عنهم) روښانه ژوندون! (۳): ځلاند ویب پاڼه

د صحابه کرامو (رضي الله عنهم) روښانه ژوندون! (۳)

اسلام

د صحابه کرامو (رضي الله عنهم) روښانه ژوندون! (۳)

518

درېیمه برخه!

په تېر پسې

ابو ادریس عبرت مهاجر

عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه

هم د هغو لسو صحابه کرامو له جملې نه دی، چې الله تعالی په دنیا کې د جنت زېری ورکړی او د هغو لومړنیو صحابه کرامو له جملې څخه دی، چې رسول الله صل الله علیه وسلم لا دارالأرقم ته نه و ننوتلی چې د ابوبکر صدیق رضي الله عنه په برکت په اسلام مشرف شو!

د اسلام په پيل کې چې نورو صحابه کرامو ته د اسلام په سر کوم تکالیف او کړاونه رسیدلي، هغه هر څه عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه ته هم رسېدلي دي. د حبشې او مدینې د دواړو هجرتونو تکالیف یې ګاللي، په مدینه منوره کې چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم د مهاجرینو او انصارو صحابه و تر منځ د مواخات (ورورګلوۍ) سلسله پیل کړه، نو د حضرت عبدالرحمن بن عوف وروري یې له حضرت سعد بن ربیع سره قايمه کړه.

یوه ورځ حضرت سعد رضي الله عنه و خپل ورور عبدالرحمن رض ته وویل: ای ورورکه! زه د مدینې د شتمنو کسانو له جملې نه یم، زه دوه باغونه او دوه ښځې لرم، تا ته اختیار دی، چې زما په دغو دوه باغو کې دې کوم باغ خوښ شو، هغه ستا شو او په ښځو کې چې کومه یوه ته وایې هغه در طلاقوم. حضرت عبدالرحمن رض ورته وویل: الله تعالی دې ستا په مال او کورنۍ نور برکت واچوي، ته له ما سره دا همکاری وکوه چې د بازار لار راته وښیه. حضرت سعد انصاری رض د بازار لاره ورته وښودله. عبدالرحمن رض بازار ته ولاړ، هلته یې کار او بار پیل کړ، بس روزانه به بازار ته تله، بس لږ روپۍ به یې ګټلې، هغه به یې جمع کولې. لږ وخت وروسته یې دومره روپۍ وګټلې، چې د یوې ښځې مهر یې ور پوره کولای شوای. بس په هغو روپیو یې ځان ته نکاح وکړه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې په داسې حال کې حاضر شو، چې د واده د خوشبویي اثرات ورباندې ښکارېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم تعجباً ورته وویل: «مَهْیَمْ یا عبدالرحمن»، ای عبدالرحمن دا څه دي؟ عبد الرحمن رض ورته وویل: یا رسول الله نکاح مې کړې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ښځې ته دې مهر څومره ورکړ؟ حضرت عبدالرحمن ورته وویل: د یوې خرما په اندازه سره زر مې ورکړل. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «بارک الله، أولم ولو بشاة»، الله تعالی دې په مال کې برکت واچوه، ولیمه وکړه که یو پسه وي هم.

حضرت عبدالرحمن رض وايي، له دې دعا وروسته ما ته دنیا دومره رامخته شوه، ما ویل که تیږه پورته کړم نو هم به یا سره زر یا سپین زر تر لاندې وي.

په ټولو غزواتو کې یې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره شرکت کړی دی. د بدر په ورځ یې عمیر بن کعب التیمی وژلی دی، د احد په ورځ چې خلک په تېښته وو، دی لکه غر تر اخره پورې پر خپل ځای ثابت پاته و او په داسې حال کې له جنګ نه راووت چې تر شلو زیات زخمونه یې په بدن خوړلي وو، تر دې چې ځینې ټپونه يې دومره ژور او بیخ‌زن وو، چې د سړي لاس کابو په کې ننوت.

حضرت عبدالرحمن رض له ځاني جهاد سره سره خورا ډېر مالي جهادونه هم کړي، یو ځلې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مجاهدینو یوه ډله چېرته د جهاد لپاره لېږله، مسلمانانو ته یې وویل: چې تاسې ورسره څه مرسته وکړﺉ، حضرت عبدالرحمن رض خپل کورته ولاړ، بېرته ډیر زر راغی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې وویل: زما سره څلور زره روپۍ دي، دوه زره الله تعالی ته قرض ورکوم او دوه زره خپل کور ته پرېږدم. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: الله سبحانه وتعالی دې په هغو کې هم برکت در واچوي، چې د الله سبحانه په لار کې دې خرچ کړو او په هغو کې دې هم برکت در واچوي، چې کور ته دې پرېښودې.

او کله چې رسول لله صلی الله علیه وسلم د تبوک غزا ته د تللو اعلان په داسې وخت کې وکاوه چې رومیان د شمېر او وسلو په لحاظ ډېر زیات او ښه مجهز وو، تر هغه ځایه لاره هم ډېره اوږده وه، د سختې ګرمۍ موسم و او په مدینه منوره کې زیاته وچکالي هم وه، ډېرو صحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه غوښتنه کوله، چې موږ هم درسره بوځه، خو رسول الله به د سوارلیو او وسلو د کمښت له کبله په داسې حال کې بېرته ځواب کړل، چې د زیاتې مایوسۍ له کبله به یې له سترګو اوښکې روانې شوې، مسلمانانو و دې لښکر ته د جیش العسره نوم کیښود، نو په دې اساس رسول الله صلی الله علیه وسلم له مسلمانانو څخه د جهاد لپاره د مالي کومک غوښتنه وکړه، هر چا د خپل وس او توان په اندازه خپل کومک وکړ، خو حضرت عبدالرحمن بن عوف رض دوه سوه اوقیې سره زر له مجاهدینو سره د کومک لپاره راوړل.

تر دې چې حضرت عمر فاروق رض وویل: چې عبدالرحمن بن عوف لوی جنایت ځکه وکاوه، چې د کور لپاره یې هیڅ هم نه پریښودل. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: چې ایا کور ته دې هم څه پرېښودل؟ حضرت عبدالرحمن رض ورته وویل: دوی ته مې د الله تعالی هغه وعده پرېښوده، چې د رزق او برکت له مرستندویانو سره يې کړې ده.

کله چې د مسلمانانو لښکر د تبوک ساحې ته ورسید، هلته الله تعالی و حضرت عبدالرحمن بن عوف رض ته هغه عزت ور نصیب کړ، چې له ده پرته یې تر دا وخته بل چا ته نه و ورکړی. کله چې د لمانځه وخت شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم نه و، نو حضرت عبدالرحمن رض د امامت لپاره لمانځه ته مخ ته شو، لومړی دوه رکعاته لا نه وو ادا شوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم را ورسید او په حضرت عبدالرحمن رض پسې يې اقتداء وکړه او د ده تر شا يې لمونځ ادا کړ!!

نور بيا...