دیوبند فتوا: د بانکونو کارکوونکو سره واده مه کوئ

اسلام

دیوبند فتوا: د بانکونو کارکوونکو سره واده مه کوئ

2265

هند کې د حنفي مذهب سترې مدرسې دارالعلوم دیوبند په یوه فتوا کې مسلمانو کورنیو ته ویلي چې په بانکونو کې نارینه او ښځینه کارکوونکو سره له واده کولو څخه ځان وساتي.

دوی دغه فتوا د یوه مسلمان په ځواب کې ورکړې چې د واده غوښتنه ترې کېږي.

د ټایمز اف انډیا رسنۍ د راپور پر بنسټ، فتوا کې ویل شوي، د بانک کارکوونکو سره ځکه واده مه کوئ چې د سود له لارې ترلاسه شوې پیسې د اسلام له نظره حرامې دي.



اعلان