ظاهر قدیر له جمعیت ګوند سره یو ځای کېږي

ګنګوسې

ظاهر قدیر له جمعیت ګوند سره یو ځای کېږي

807

ټولنیزو شبکو کې داسې تصویرونه لاس په لاس کېږي چې په کې له ننګرهار څخه د ولسي جرګې غړی او ختیځ کې پياوړی مشر ظاهر قدیر د جمعیت اسلامي د ګوند له مهمو غړو سر ولاړ دی. داسې ګنګوسې دي چې ښايي ظاهر قدیر له جمعیت ګوند سره یو ځای شي.

ظاهر قدیر د شنبې په ورځ ختیځ کې د جمعیت مهم قومندان حضرت علي او قومندان جان احمد سره لیدلي دي. د یک تلویزیون خبریال بشیر قاساني لیکلي چې ظاهر قدیر جمعیتي کېږي.

ظاهر قدیر پرون د جمعیت ګوند د یوه بل مشر احمد ضیاء مسعود لیدلو ته هم ورغلی دی. دغه لیدنه کې ورسره حضرت علي او جان احمد هم ناست دي.

دغه دوه لیدنې په درې ورځو کې شوي دي. تر اوسه یوې ډلې هم په رسمي ډول د دغو لیدنو د موخو په اړه څه ویلي نه دي.

وروستیو کې د جمعیت ګوند ځینو مشرانو او ظاهر قدیر حکومت ضد سیاست ته مخه کړې ده. موده وړاندې کندهار کې حکومت ضد غونډه کې ظاهر قدیر په حکومت توندې نیوکې او ګواښونه وکړل.

تمه وه چې دغې حکومت ضد غونډه کې به د بلخ ګوښه شوی والي او د جمعیت ګوند اجراییه رییس عطا نور او د تبعید شوي جنرال دوستم زوی باتور دوستم هم ګډون وکړي؛ خو حکومت يې الوتکې ته د تګ اجازه ور نه کړه.

ګومان کېږي چې حکومت ضد سیاستونو به ظاهر قدیر او له حکومت څخه د جمعیت خپه مشران سره نږدې کړې وي.

ظاهر قدیر حکومتي لوړ پوړی چارواکي د داعش په ملاتړ او ورسره جګړې نه کولو تورنوي. بل خوا، د جمعیت ګوند ځینې مشران بیا له حکومت نه په دې خپه دي چې جمیعت ګوند ته يې حکومت کې پنځوس سلنه ونډه نه ده ورکړې.