محمد داود او شوروي یرغل

د پرون کيسه

محمد داود او شوروي یرغل

629

زاهدخليلي

محمد داود چې شدیدې عقدې نیولی و، د شوروي پاله پرچمیانو په ملاتړ واک ته ورسېده. پرچميانو بیا د حکومت لوړې څوکۍ ترلاسه او له واکه يې ناوړه ګټه اخیستنه پېل کړه چې وروسته په خپله محمد داود ته لوی سرخوږی شو او بیا يې يو په بل پسې له حکومته وشړل.
د سرطان له کودتا وروسته د افغانستان په معاصر تاریخ کې لومړی ځل و چې یوه ايډيالوژيکه ډله واک ته ورسېده. دا داسې ډله وه چې د مشرانو په اړه يې په خپله شوروي لیکوالو/چارواکو د کې جي بي په غړیتوب لرلو او دوی ته په وفادارۍ اعتراف کړی دی.
له کودتا وړاندې افغانستان د داسې یوه ملي او ټاکل شوي حکومت څښتن و چې خلک پرې ورټول او کولای يې شول چې د خپل ولس په ملاتړ يې اردو د بهرني یرغل په وړاندې ودرېږي او مقاومت وکړي؛ خو د سرطان له کودتا وروسته پوځ تر ډېره یو ګوندي شو او له ملت پردۍ ايډيالوژۍ ته ورداخل کړل شو او خپل ملي توب او بې پرې والی يې تر ډېره له لاسه ورکړ.
د محمد داود له لوري د سرطان کودتا به ښايي د محمد داود په سیاسي ژوند کې یوه ستره تېروتنه وي. دغې تېروتنې چې په خپله د محمد داود د واکمنۍ پر مهال يې هم افغانستان له ځینو بحرانونو سره مخ کړ، د افغانستان په وروستیو پېښو يې ژور اغېز وکړ.
د سرطان کودتا وه چې د اکثریت افغان ولس د عقیدې مخالفین يې واک ته ورسول چې بیا د همدې (پرچمیانو) له امله یو شمېر خلکو (اخوانیانو) وطن پرېښود او بیا يې د پاکستان په ملاتړ او لمسونه د حکومت پر ضد پاڅون وکړ.
همداراز د پوځ یو شمېر وطنپاله افسران یا ووژل شول، زندانیان او یا په کور کېنول شول. د شفیق په څېر لومړی وزیر په زندان کې وساتل شو او د میوندوال په څېر لومړی وزیر په زندان کې ووژل شو.
د محمد داود له لوري له شوروي سره ډېر خوږېدل، ټکر او بیا شا ور اړول او د پښتونستان او ډيورنډ کرښې مسئلې له حده زیاتې ټينګې نیول او بیا له حده زیاته نرمي کول او ان د علي بوټو په وینا چې له ډيورنډ ورتېرېدل يې هغه څه دي چې د محمد داود سیاسي بې ثباتي ترې جوتېدای شي.
د ثور کودتا ته هم د محمد داود د سرطان کودتا لاره خلاصه کړه. که د سرطان کودتا نه وای شوې، هغه ډول نفوذ، جلب او جذب چې خلقي افسرانو د ويښ او ځیرک حفیظ الله امین په مشرۍ په پوځ کې وکړ، ښايي د سرطان له کودتا وړاندې يې نه وای کړی؛ ځکه پوځ ملت ته ژمن او له ايډيالوژيکي فکرونو تر کافي بریده لرې و. د سرطان کودتا کې، له پرچميانو پرته، د نور پوځ له لوري د محمد داود ملاتړ د محمد داود سابقه وه، بل څه نه. افغان کمونستانو (خلق-پرچم) د سرطان له کودتا وړاندې تر ډېره سیاسي فعالیت کاوه او ښايي چې د بشپړ حکومت د ترلاسه کولو په اړه به يې هېڅکله هم فکر نه و کړی؛ خو دا محمد داود و چې هغوی (پرچمیان) يې له ځانه سره ملګري او د کودتا له لارې يې د افغانستان د یوې اوږدې بې ثباتۍ په لور لومړنی ګام واخیست چې وروسته بیا (خلق-پرچم) د داود پر ضد سره یو ځای او داود په میدان کې نږدې یوازې شو.
د شوروي د یرغل پر مهال، د امین په مشرۍ حکومت له ملت څخه تر ډېرې اندازې پردی او اړیکه يې ورسره پرې شوې وه. د امین په څېر یو نشنلېسټ چې د حکومت او پوځ په سر کې و، بیا يې هم پوځ له یو څو ځایونو پرته د شوروي پر ضد هغه ډول مقاومت و نه کړ چې یو ريښتینی ملي پوځ يې باید وکړي. دغه راز د هېواد په لر او بر کې د حکومت پر ضد پاڅونونه او جګړې هغه څه و چې حکومت نور خپل قانونیت او حاکمیت له لاسه ورکړی و.
شوروي د افغانستان په همدغسې یو بد وضعیت کې او د هغوی له پاره په یوه ښه چانس کې د نړیوالو قوانینو پر ماتونې پر افغانستان یرغل وکړ چې د امین په مشرۍ پوځ يې مخه و نه نیولای شوه، پوځ به يې ځکه په مخه نیولو او ورسره مقاومت کولو کې ناکامېده چې پوځ د محمد داود د سرطان له کودتا تر شوروي یرغل پورې په بېلابېلو پړاوونو ډېر کمزوری او له ملي توبه بهر شوی و.
دا د محمد داود په مشرۍ د سرطان کودتا وه چې له امله يې د افغانستان دننه او بهر سیاسي حالات ګام پر ګام دومره کړکېچن، ترینګلي او وضعیت يې دومره بحراني کړ، چې هغې روسیې-شوروي، چې له دې وړاندې يې د منځنۍ اسیا پياوړې واکمنۍ له ستوني تېرې کړې او د امو پر غاړه ولاړ و او ان په دویمه نړیواله جګړه کې د بریالي ستالین په مشرۍ يې پر افغانستان د یرغل جرأت کولای نه شو، د سرطان د کودتا په پایله کې رامنځته شویو پرلپسې ترینګلو حالاتو ورته همدغه چانس برابر او ګرمو اوبو ته د یوه بل قدم نږدې کېدو فرصت ورکړ.
سره له دې چې شوروي یرغل له هر اړخه د غندنې وړ دی؛ خو دې یرغل ته موقع، زمينې او حالاتو په برابرولو کې ښايي محمد داود له بل هر افغان مشر څخه ښه رول لوبولی وي.
که محمد داود د ثور د کودتا په پایله کې نه وای وژل شوی او د هېواد د بې ثباتۍ وروستۍ پېښې يې لیدلې وای، ښايي په خپله شوې کودتا به هم پښېمانه او په خپلې سهوه به يې اعتراف کړی وای.
د محمد داود په وطنپالنې او له خپل ولس سره په مینه يې هېڅوک شک کولای نه شي. له وطن سره د هغه مینه د هغه له هغو خدمتونو څخه ښه مالومېدای شي چې په ځوان عمر يې د ولس او وطن خدمت ته ملا وتړله او بيا يې په بېلابېلو پوسټونو او ان د لومړي وزارت او ولسمشرۍ پر مهال خپل ولس او هېواد ته نه هېرېدونکي خدمتونه وکړل؛ خو ولې د سرطان د کودتا په شکل اخیستل شوی ګام يې داسې دی، که لږ ژور او له احساساتو پرته يې مطالعه کړو، لیدل کېږي چې دغه ګام يې په ريښتیا هم افغانستان کې داسې بې پایه بې ثباتي پېل او لاره يې ورته هواره کړه چې نږدې راتلونکې يې پای ته رسېدل شوني نه ښکاري.



اعلان