حکومت د دفاع او کورنیو چارو پخوانیو وزیرانو ته د فساد دوسیې جوړې کړي: ځلاند ویب پاڼه

حکومت د دفاع او کورنیو چارو پخوانیو وزیرانو ته د فساد دوسیې جوړې کړي

ګنګوسې

حکومت د دفاع او کورنیو چارو پخوانیو وزیرانو ته د فساد دوسیې جوړې کړي

4123

ویل کېږي چې د ملي یووالي حکومت د دفاع پخواني وزیر جنرال بسم الله محمدي او د کورنیو چارو پخواني وزیر تاج محمد خان ته دوسيې جوړې کړي دي.

ویسا ورځپاڼې د یوې سرچینې په حواله لیکلي چې د اجراییه رییس په کور کې یوې غونډه کې د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي د بلخ ګوښه کړل شوی والي په حقه وګڼه او د هغه پلوي يې وکړه. د محمدي د خبرو په ځواب کې عبدالله عبدالله، بسم الله محمدي ته وویل چې ته دې د فساد د دوسیو غم وخوره.

سرچینې ویلي چې دا غونډه د ولسمشر غني او د عطا محمد نور له لانجې وروسته جوړه شوې وه او د عطا نور د ګوښه کېدو په اړه د جمعیت ګوند مشرانو نظر په کې اخیستل کېدل. سرچینې زیاته کړې چې د کورنیو چارو پخواني وزیر تاج محمد خان ته هم د فساد دوسیه جوړه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې په دغو دواړو وزیرانو د خپلو وزارتونو پر مهال په قراردادونو کې د فساد تورونه لګول شوي دي.