د صحابه کرامو (رضي الله عنهم) روښانه ژوندون! (۱): ځلاند ویب پاڼه

د صحابه کرامو (رضي الله عنهم) روښانه ژوندون! (۱)

اسلام

د صحابه کرامو (رضي الله عنهم) روښانه ژوندون! (۱)

420

ژباړه: ابو ادریس عبرت مهاجر

(1): امین الأمة ابوعبیده عامر بن عبدالله بن الجراح الفهری رضی الله عنه، د نرۍ دنګې ونې او روښانه څیرې سره انتهایي تقوادار او حیاناک شخصیت و. د همدې لویې هستۍ په باره کې حضرت عبد الله بن عمر (رضی الله عنه) وایي چې په قریشو کې درې نفره دي، چې د ښکلي مخ، ښو اخلاقو او پوره حیا څښتنان دي، چې نه خپله درواغ وایي او نه یی بل څوک درواغجنوي:
١: سیدنا ابوبکرصدیق. ٢: سیدنا عثمان بن عفان. ٣: سیدنا ابو عبیده بن الجراح رضي الله تعالی عنهم.

حضرت ابو عبیده رضی الله عنه د بدر د غزا په ورځ د صفونو په منځ کې داسې په میړانه ګرځید، چې کوم طرف ته به ابو عبیده (رض) مخه کړه، هغه طرف ته به مشرکانو مخه ورکوله، هیڅوک یي مخ ته نه شوای دریدلای، بدبختانه چې د مکې د مشرکانو په صف کې د دوی پلار هم راغلی و. د جنګ په میدان کې څو ځله د حضرت ابوعبیده، رض مخ ته خپل پلار ودرید، حضرت ابوعبیده به مخ بل طرف ته ځنې واړاوه، په اخیري ځل چې جنګ ښه زور اخيستی و او ابوعبیده هر طرف ته د مشرکانو په وژلو پسې توره په لاس ګرځیده، څه ګوري بیا یې پلار د دوی او نورو مشرکانو تر منځ لاره وتړله، نو حضرت ابوعبیده رض مجبوراً خپل پلار دومره په زوره په توره وواهه، چې ککرۍ یي دوه ځایه شوه او د ده په مخ کې راوغورځید، الله تعالی د حضرت ابوعبیده رض زړورتیا او په دین محکم والی وستایل او دا ایاتونه يي را نازل کړل.

لَّا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ ۚ أُولَٰئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ ۖ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ أُولَٰئِكَ حِزْبُ اللَّهِ ۚ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ:سورة مجادله (22):ژباړه

ای محمد صلی الله علیه وسلم! ته به داسې یو قوم نه کړې پیدا چې په الله تعالی او په ورځې د قیامت ایمان لري او بیا دې له هغه خلکو سره چې له الله تعالی او د هغه له رسول سره دښمني کوي، دوستي او مینه ولرې. اګر که دا کسان یي پلاران، زامن، وروڼه او یا نور خپلوان وي، د همدغو کسانو په زړونو کې یې ایمان لیکلی، او مضبوط کړی دی په هدایت سره.او دا خلک به د همیش لپاره په هغه جنتو کې اوسیږي، چې تر هغو لاندې به څلور قسمه ویالې بهیږي، الله به له دوی څخه راضی وي او دوی به له هغه څخه، او همدا خلک د الله تعالی ډله ده او خبردار د الله ډله خامخا کامیابه او هدف ته رسېدونکې ده.

له حضرت محمد بن جعفر څخه روایت ده، چې د نصاراو ځنې استاذي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او ورته ویې ویل چې: ای ابوالقاسم صلی الله علیه وسلم زموږ تر منځ د خپلو مالونو په وجه اختلاف پیدا شوی ستا له ملګرو څخه داسی يو څوک له موږ سره ولیږه چې تا ته خوښ وي، تر څو زموږ تر منځسمه فیصله وکوې، ځکه ستاسو د مسلمانانو ډله موږ ته ډیر ارزښت لري، رسول الله صل الله علیه وسلم ورته وویل، بیا لږ وروسته راشئ، زه به درسره یو رښتونی او غښتلی کس ولیږم. حضرت عمر فاروق رضی الله عنه وایي: الله شاهد دی، چې زه د ماسپښين لمانځه ته ښه وختي په دې نیت ولاړم، که چیرته زه د هغه خیر مستحق شم کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل استازي په اړه فرمایلی و، نه دا چې زما له امارت یا ریاست سره کومه مینه وه، ماسپښين چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم، لمونځ راکړ، نو خپل ښي او چپ اړخ ته يي  وکتل، ما دا خپله غاړه د دې لپاره لږ هسکه کړه، چې ما وویني، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم، همداسې یو بل طرف ته کتل، چې کله یي په حضرت ابوعبیده رضی الله عنه نظر ولګید، اشاره یي ورته وکړه او را ویې غوښت، او ورته ویې فرمایل چې له دوی سره ولاړ شه او د دوی تر مابین په رښتونې توګه فیصله وکړه. حضرت عمر رضي الله عنه، وایي چې ما له ځانه سره وویل چې ابوعبیده د دې لوی خیر څښتن شو.

نور بیا...

___________________________

مأخذ: صور من حیاة الصحابه. للدکتور عبد الرحمن رأفت الباشا