ستړي مزل کې د غربي ټولنیز ژوند څو نندارې

کتابونه

ستړي مزل کې د غربي ټولنیز ژوند څو نندارې

359

زاهدخلیلي
 که د عیسی علیه السلام له پېغمبرۍ وروسته د اروپا (لویديځ) تاریخ ته یو ځغلنده نظر وکړو، مالومه به شي، چې تاریخ يې له بېلابېلو پړاوونو تېر شوی دی.
 دغه تاریخ د اصلي دین له تحریفولو، دین ته د شرک د عقیدې له ورداخلولو، مذهبي افراطیت، پرمختګونو، علمي لاسته راوړنو، دین دښمنۍ او له سیاست-حکومت څخه د دین پر ایستلو ډک دی.
 د انګلستان پرتمین اوښتون او د فرانسې انقلاب د اروپا په تاریخ کې مهمې او تاریخ جوړوونکې پېښې ګڼل کېږي.
 د فرانسې انقلاب چې د معاصر تاریخ پېل کڼل کېږي، لویدیځ کې يې ډېر بدلونونه راوستل او له همدې ځایه و چې فرانسه او بیا نږدې په ټوله اروپا کې يې دین ضد څرګندو خوځښتونو ته لاره پرانېسته. اصلن اروپا کې د دین ضد تحریک پېل کوونکي هم تر ډېره ګرم ګڼل کېدای نه شي؛ ځکه عیسویت کې داسې څه پاتې نه و چې د دوی مادي او معنوي اړتیاوې دې پوره کړي. عیسویت د پاپانو او کلیسا د غوښتنو مطابق جوړ شوی او د پرمختګ ضد ګڼل کېده.
 د لویدیځ د دغه نوي تمدن د بنسټ په اړه د سید قطب او ابوالاعلی مودودي په ګډون ګڼو مسلمانو پوهانو پرې ډېر ځایه خبرې کړي، علمي استدلانونه يې کړي او هغه يې پر مادیاتو ولاړ او له معنویاتو خلاص بللی، دغه نظر يې تر ډېره سم دی.
 سید قطب چې د امریکا له سفر وړاندې يې نظر یو ډول و، امریکا کې د دوه کلونو وخت تېرولو وروسته يې د لویدیځ د تمدن په اړه فکر بېخي بدل شو.
 نږدې هره ورځ په رسنیو کې، لویدیځ کې د روحي او معنوي نارامۍ د نه شتون له امله د ځان وژنو د پېښو په اړه راپورونه لولو. هلته چې خلک بې شمېره شتمن هم دي، خو له یوه ډول روحي نارامۍ سره مخ دي. دغه د ځان وژنو پېښې په ختيځو او هغه هېوادونو کې چې خلک يې له مذهب سره اړیکه لري، هم پېښېږي؛ خو هلته او دلته يې لاملونه جلا او ستر توپير لري.
 موږ چې د رسنیو له لارې اورو او د هالیووډ په فلمونو کې ګورو، په څرګنده ترې جوتېږي چې لویدیځ کې ټولنیز ژوند نږدې پای ته رسېدلی او د انسانانو هغه ټولنیزوالی چې ختیځو هېوادونو کې شته، لویديځ هېوادونه ترې بې برخي دي.
 وروستيو کې د محمد حکیم بشارت کتاب چې (ستړی مزل) نومېږي، کابل کې اکسوس خپور کړ. کتاب کې لیکوال له پخواني ولسمشر کرزي سره د خپلو څلورو رسمي سفرونو د لیدنو، کتنو او مشاهداتو په اړه لیکل کړي.
د کتاب ژبه خوږه، روانه او داسې ده چې لوستونکی اړوي، څو بې له دمې يې لوستل پای ته ورسوي.
 کتاب د سفر په اړه خوندورې خبرې لري. له کابله جرمني او بیا له جرمني څخه واشنګټن ته مزل يې په ډېر ښه ډول بیان کړی دی.
 کتاب چې د دې کرښو لیکوال ولوست؛ نو له نورو سیاسي-دېپلوماتيکو خبرو سربېره ورته د لویديځ د ژوند څو پېښې ډېرې جالبې وې او جالبې به ولې نه وې چې لیکونکي يې په خپلو سترګو لیدلې او په خپلو غوږونو اورېدلې وې.
 د کتاب لیکوال چې امریکا ته پر لاره وي؛ نو الوتکه يې جرمني کې د لږې مودې له پاره تم شي او د دوی د سفر یوه ملګري ته يې (خور او اوښی) د لیدو له پاره راشي. دوی دوه لسیزې سره نه وي لیدلي. لیکوال وايي چې په لیدو دوی یو بل ټينګ ونیول او ښه وژړل. د کتاب لیکوال هم هغوی ته ور وپېژندل شو. ورور يې له خور پوښتي چې (خورییونه) يې ولې لیدو ته نه دي راوستي. خور يې وايي، یو يې ښوونځي ته تللی او بل ویل چې زه مې په (ماما) څه کوم، سپی مې بیا راپسې خپه کېږي.
 بله جالبه پېښه واشنګټن کې د یوه بله افغان وه چې له دېرشو کلونو راهیسې هلته اوسېده او اوس د ښه کاروبار (ستر هوټل) خاوند و. لیکوال (بشارت) وايي چې هوټلي کیسه کوله، زوی مې په هوټل کې له یوې (نجلۍ، چې کارکوونکې وه) سره په غېر اخلاقي حرکاتو ولیده، ورته په قهر شوم، ورته ومې ویل چې پلار دې یم، دومره حق لرم؛ خو زوی مې خبره و نه منله او له نجلۍ سره یو ځای روان شو. سړي وویل چې مور يې په ټيلیفون ژړل چې هر څنګه کېږي، زوی مې راستون کړه. هغه وايي چې زوی ته مې ټيليفون وکړ، لومړی يې زنګونه نه اوچتول؛ خو چې هلو يې کړل، خواستونه او زارۍ مې ورته پېل کړې. زوی مې راسره په دې شرط راتګ ومانه چې نجلۍ به بېرته هوټل کې دنده پېلوي.
د کتاب لیکوال هم چې د لویديځ پرمختګ، اسمانڅکې ودانۍ، لوی او پاخه سړکونه او... يې خوښ شوي وي؛ خو له لیکلو يې څرګندېږي چې د هغوی ټولنیز ژوند يې خوښ شوی نه دی.
 کتاب لویديځ کې د ځانته والي او له کورنۍ جلا د مور او پلار او نورو غړو د اوسېدلو په اړه د حاجي نور احمد په نوم د یوه بل افغان کیسه هم لري.
 دا چې له ټولنیز ژوند سره د مینې لرونکو او مینې محبت څخه د ډکو افغان والدینو ژوند دغه ډول دی، هغوی چې له دوی وزېږي او دویم درېيم نسل يې شي، ژوند به يې څه ډول وي او بیا د هغو هېوادونو د لویدیځو کورنیو د ټولنیز ژوند په اړه خو موږ هره ورځ رسنیو کې لولو، اورو او ګورو.
 څو ورځې وړاندې د هلینیا مولر په نوم یوې برتانوۍ ويلي وو چې (سپی) يې له خپل شپږ کلن زوی (انسان) څخه ډېر ورباندې ګران دی.
 دا د لویدیځ د ټولنیز ژوند څو بېلګې وې. هغه بېلګې چې عیني شاهد لیدلې وې؛ خو د هغوی ژوند به ښايي له دې ډېر بدل وي.
 ختيځ ولسونه (مسلمان او غېر مسلمان) د لویدیځ په پرتله ډېر زیات ټولنیز دي. دلته لا هم د کورنیو (والدینو او بچیانو) تر منځ یو ځای او نږدې اوسېدنه او ټولنیزه راشه درشه ژوندۍ ده. خواخوږي، هر مهال د یوه بل احوال اخیستل او غم او ښادیو کې په مینه ګډون کول لا هم ژوندي دي.
 ختيځ ولسونه د دې پر ځای چې د لویدیځ له ټولنیزو اخلاقو او سټایلونو څخه ځان اغېزمن کړي، اړینه ده چې پر ځای يې له ټېکنالوجۍ څخه ګټه واخلي او را وارده يې کړي.
ختيځو ولسونو کې د خپل اصیل کلتور ژوندي ساتل او پاتې کېدل دې دایمي وي.