خو وروستی يې له معیاره لویدلی او گونگ کتاب دی

کتابونه

خو وروستی يې له معیاره لویدلی او گونگ کتاب دی

987

ملا عبدالسلام ضعیف د طالبانو دغورځنګ او افغانستان يوه پیژندل شوې څیره ده. هغه د یرغلګرو امریکايانو او تور زړو او تورمخو ګاونډیانو له خوا يو رټل شوی مظلوم افغان دی؛ ضعیف د پاک ضمیر او کلک هوډ او ښې ارادې خاوند انسان دی.

د ښاغلي ضعیف د ګونتانامو زندان کیسه چې کله د ښاغلي حسن حقیار په خواږه قلم د کتاب په بڼه ترتیب شوه، نو شاهکار اثر وګرځيد. همداراز چې کله دوو اروپايي ژورنالستانو دغه اثر په جادويي جملو او رومانتيک سبک انګریزي ژبې ته وژباړه. نو نړيوال حیثیت يې ترلاسه کړ. بیا وروسته د همدغه اثر په ملتیا د ښاغلي ضعیف شخصي خاطري د" مای لایف ویت طالبان" په نامه يو بل اثر هم نړیوال حیثیت خپل کړ.

خو له بده مرغه د ښاغلي ضعیف وروستی پښتو کتاب چې ما يې همدا اوس څو شیبې وړاندي لوستل پای ته ورسول، هغسي اثر نه دي لکه زموږ چې ورته تنده وه. دا کتابګوټی " طالبان له کندهاره تر مزاره" نومیږي چې همدا اوس تازه له چاپه راوتی دی، په درې نیم سوه مخونو کې په وړوکې قطع او سایز د اکسوس خپرنیزې ادارې خپور کړی.

دا کتاب د طالبانو د تاریخ په اړه د طالبانو په لاس لیکل شوی دوهم کتاب دی، خودا یوازي د طالبانو د تحریک له پيله بیا د امریکا له خوا د طالب واکمني تر ړنګیدو پورې محدود دی.

د طالبانو په اړه تېر۱۶ کلن جریانات او معلومات پکې نشته ! څه ته چې نن تر ټولو زیاته اړتیا ده.

ضعیف صیب د خاطرو برخه په تیرو کتابونو کې ځای کړې، ښايي له همدې امله دلته هغه په هيڅ مهمه پيښه کې خپله عیني شاهد او ګډونوال نه دی.

بلکې که ووايو چې ټول کتاب د تبصیرې بڼه لري، مناسبه به وي او محتوا يې هم په عامو اوتکراري معلوماتو پوښلې.

ښاغلي ضعیف د کتاب په پيل کې له سریزې وروسته په افغانستان کې پر شوروې ضد جهاد باندي خپله شخصي تبصیره لیکلې. وروسته يې د طالبانو د تحریک د پيل هغه کیسې را اخیستي، چې په ځینو مخکنيو کتابونو کې له دې نه په تفصیل او دقت لیکل شوې دي.

ضعیف صیب په خارجي روابطو کې د ایران او پاکستان سره د اړیکو یادونه کړې، خو کوم ناویلي او نوې څه يې نه دي لیکلې. بلکې په دې اړه يې هم شخصي تبصیره کړې.

په دې کتاب کې د سولې په اړه هم يوه تبصیره شته. خو د قطر دفتر او د يو شمېر نورو مهمو جریاناتو په اړه ورکې هيڅ نشته، په داسي حال کې چې ښاغلي ضعیف د دې جریاناتو مهمه برخه وه، خو دا برخه همداسې ګونګه پاتې ده.

ښاغلي ضعیف په ټول کتاب کې له يو دوه ځايه پرته نور لومړي لاس مواد یا د خپلو سترګو لیدلې کومه پيښه او کیسه نه ده لیکلې.

په کتاب کې څو پاڼې د ملا محمد عمر په هغو فرمانونو ډکې شوې، چې په رسمي جریدوکې خپاره شوي دي او د انترنیت له لارې د چارو د ادارې په ویب پاڼه کې هم موندل کیږي، دا فرمانونه لکه د سګريټو د نه څکولو په اړه فرمان، د لغړ زنو په اړه فرمان او داسې نور ګڼ فرمانونه.

په دې کتاب کې د ګازو د نل لیکې او نړیوالو کمپنيو یادونه هم نه ده شوې، چې له بده مرغه د ضعیف صیب غوندي خبر داره سړي په دې کتاب کې د ګازو د پیپ لاین او په دې کې د رقیبو کمپنيو په اړه ناویلي معلومات او د امریکا د بارز رول په اړه هيڅ نه دي لیکلي.

په داسي حال کې چې هغه د معادن و صنایع د مرستیال وزیر په توګه په دې جریاناتو کې کې دخیل پاتې شوي دی اوبل پلو دا هغه معما ده چې په اړه يې ټوله نړۍ له ابهام سره مخ ده.

همداراز د روسي الوتکې د کینولو او تېښتې پیښه، او د هندې الوتکې د یرغمل کیدو پیښه هم نده یاده شوې.

زما په اند دا هغه ځانکړې پيښې او جریانات دي، چې په نه یادونه يې د طالبانو تاریخ د تل لپاره نیمګړی دي.

البته ښاغلي ضعیف په شمال کې د طالب اسیرانو د قتل عام دردونکي جریانات نسبتا په تفصیل لیکلي.

په کتاب کې د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو او د ملامحمد عمر د ورستي ژوند او وفات په اړه هم څه نشته.

بل خوا کتاب په ډیره محافظه کاره سلیقه لیکل شوی او طالبانو ته هيڅ منفي کار نه دی منسوب شوی، چې دا هم د کتاب په اړه د لوستونکې تلوسې ته زیان رسوي او پر محتوا يې هم شک کوي.

په کتاب کې هيڅ لاسوند، تصویري او فلمي مواد نشته.

کتاب کې بله ستونزه داده، چې د کتاب ژبه شډله او خسته کوونکې ده؛ زړه راښکونکې او جالب ادبیات نلري، چې له امله يې اوسني لوستونکې ستومانه کوي.

د کتاب پښتۍ که څه هم ساده ده ،خو ښه کیفیت لري او چاپ يې هم معیاری دی.

بله نیکمرغي يې داده، چې کتاب د اطلاعاتو کلتور وزارت له لورې سانسور او منظور شوی او "آی سي بی ان" ګوډ هم ورکول شوی، چې له امله يې پلورل هيڅ ډول امنیتي ستونزه نلري.

دا کتاب ما يوازي د ښاغلي ضعیف د نورو شاهکارو کتابونو په تعقیب او پر ښاغلي ضعیف د ډیر ښه ګمان له امله په ډیر غور ټول ولوست. د کتاب د پښټو لهجه په ځينو برخو کې محلي ده، او ځای ځای املایی ستونزې او د یاګانو ناسم استعمال هم ترسترګو ګیږي.

ښاغلي ضعیف صیب ته د دې اثر مبارکي وايو او په دوهم چاپ کې ترې د معقولو زیاتونو او سمونو هیله لرو.

مينه او احترام


 



اعلان