کټ /صفیه حلیم

د پرون کيسه

کټ /صفیه حلیم

1257

د پښتنو په کلیوال ژوند کې کټ د پېل نه تر پای یو ابدي رول لوبوو.
کټ د ناستې او ملاستې نه علاوه د ژوند هرپراو کې کارېدو. دا دومره سپک وي چې ماشوم، ښځه او کمزورې بوډا هم له یوځای بل ته وړې شي. کټ کله کرسۍ، کله میزاو کله د خوب ځای شي. د کټ جوړولو لپاره څلور پای پکارې وي ځکه خو په فارسی کې “چارپاي” نومېږي خو پنجابي کې ورته “منجي”. وایی.
د پټ پټوڼو په وخت به ماشومان د کټ لاندې پټیدل. ناوې به د کور ترټولو ښه کټ کیناسته چې خلک يې مخ وګوري. د ماشوم زیږيدو په وخت به میندوارې ښځې ته د کټ لنګه يې پرانیسته چې د ولادت تکلیف يې کم شي. د زاړو او ناروغانو کټ، د هغوی په خوښه سیوري، لمر او یا کوټې ته وړل کېدو. د ګاونډي کور ته له دېواله اوړېدو لپاره هم دغه کټونه به کارېدل.
د غنمو د لاو نه وروسته، د بوساړې جوړولو لپاره هم کروندګر د کټونو نه کار اخلي. کټونه په یوه دایره کې ودروي او د هغې په منځ کې د غنمو بوس وراچوي ترڅو یو ګومبده ترې جوړه شي. وروسته د دې سر په خټو وپوښي او کټونه ترې لیرې کړي. د ۴ کټونو او د ۶ کټونو بوساړه د پښتونخوا په کلیو کې عامه محاوره ده.
دودیزه کټونه د مېزرو د بوڼ نه جوړېدل چې ” لنګه” به يې سڼ (پټ سن) د پړې نه جوړه وه. اصل کې بوڼل شوې کټ ترهغې کټ نه وي ترڅو چې “لنګه” ورته واچوي. په دغه لنګې کټ راښکلې شي او ورباندې کېناستل یا سملاستل ارامه وي. که لنګه سسته وي نو کټ هم ورسره ځوړند او کيناستل پرې ګران وي. په لنګې به میلمه نه کیناستو او د کټ سر ته به ورله ګول بالښت کیښودو. په ژمي کې د مېلمه لپاره په کټ توشک یا غټ څادر هوار کړې شو. د یو پښتون په هوجره کې د کټونو شمېره د ده شته مني په ګوته کوي.
د اوړی په شپو کې به يې په غولي یا په چت کټونه کیښودل او د ژمي به يې دننه کړل. په اوړي کې به د یو اړولي کټ د پښو سره يې پړي وتړل او دا به يې لکه د زانګو د کوټې یو سر کې د لهاړي سره ځوړند کړو. په دې کې به يې تولې نالۍ او بړستنې سمبالې کړې.
په واده ښادۍ کې به خلکو د میلمنو د ناستې او ملاستې لپاره د ګاونډیانو نه کټونه غوښتل. د ډوډۍ لپاره په یو کټ څلورکسان د وریژو یا د غوښې خانک ته کیناستې شي. د ډوډۍ د پخولو لپاره هم کټونه ضرور و ځکه ” دېګي ماما” به په یو کټ پوزی وغوړوو او د وریژو مسالې، غوړي او نور توکي به يې ورباندې کېښودل. په بل کټ به يې غوښه ډېرۍ کړې او په درېم به پخپله ناست، چیلم به يې څکوو.
د مړي کور ته به خلکو پخپله کټونه یوړل چې د دعا او خیرات لپاره راغلي خلک پرې کېني. کټ د یو انسان سره تر ژونده وفا کوله او اخر د مړی کټ به يې د کلي بې وزله کس ته ورکړو.

د لیکوالې له بلاگ څخه په مننې



اعلان