۳۸ کاله وړاندې؛ د کعبې شریفې د محاصرې کیسه

د پرون کيسه

۳۸ کاله وړاندې؛ د کعبې شریفې د محاصرې کیسه

2367

۱۹۷۹ ز کال نړۍ کې د تاریخي پېښو له امله مشهور او د پام وړ دی. دغه کال کې مکه مکرمه باندې یاغیانو برید کړی و او د دوه اوونیو له پاره یې محاصره کړې وه. دغه برید او محاصره کې سلګونه تنه ووژل شول او له سل زرو څخه ډېر محاصره شوي وو.

د نومبر په شلمه نېټه یاغیانو په کعبه باندې برید وکړ چې دغه برید او محاصره د سعودي، فرانسوي او پاکستاني پوځ له لوري د دېسمبر په څلورمه نېټه له منځه یوړل شوه.

د نومبر په شلمه نېټه شاوخوا پنځه سوه کسانو په کعبه باندې برید وکړ. دغه ورځ د اسلامي (۱۴۰۰) هـ ق کال د پېل لومړۍ ورځ وه.

د برید کوونکو مشر جهیمان بن محمد بن سیف العتیبی و چې د نجد له يوې بدوي (خانه بدوش) قبیلې څخه و. جهیمان د مشهور سعودي عالم عبدالعزیز بن باز څخه اغېزمن شوی و.

ابن باز په ۱۹۴۰ او پنځوسمو کلونو کې د سعودي واکمنو له لوري د سعودي د نویتوب پالیسیو مخالف و. ابن باز پر سعودي واکمنو نیوکې او د هغوی پر ضد يې ویناوې کولې. حکومت هغه د مفتي په توګه وټاکه؛ خو بیا يې هم له مخالفته لاس وا نخیست.

جهیمان د ابن باز د سلفي ډلې غړیتوب واخیست. د دې ډلې موخه سعودي کې د اصلي اسلام د بڼې ساتل، د اختلاط مخنیوی، لویدیځپالنه او د تلویزیون اغېز پای ته رسول و.

جهیمان په ۱۹۷۸ ز کال کې حکومت بندي کړ؛ خو بیا يې پرېښود.

له خوشې کېدو وروسته هم د هغه په فکر کې بدلون رانغی او د بل کال د نومبر په شلمه يې له خپلو ملګرو سره په کعبه باندې برید وکړ. دروازې يې بندې کړې، سل زره کسان يې یرغمل کړل او د مسجد کنترول يې په لاس کې واخیست.

هغه خپل یو بل ملګری عبدالله قحطاني امام مهدي اعلان کړ.

سعودی حکومت له کعبې سره د اړیکو نظام پرې کړ، څو په دې تړاو خبرونه محدود شي؛ خو په دې کار بشپړ بریالی نه شو.

ایران په کعبه باندې برید د امریکا او یهودو دسیسه وګڼله.

سعودي حکومت د حالاتو په کابو کولو باندې بشپړ ناکام شو. فرانسوي کوماندو يې راوغوښتل. خو لکه څنګه چې مسجد حرام ته د غېر مسلمانانو ننوتل منع دي، فرانسوي پوځ سعودي پوځیانو ته تمرین ورکړ؛ خو سعودي پوځ بیا هم ناکام شو او بیا يې له پاکستاني پوځ څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

دې پېښه کې جومات ته ډېر زیان ورسېد؛ خو کعبه شریفه له زیان رسولو وساتل شوه.

دې پېښه کې، د برید کوونکو، مونځ کوونکو او پوځيانو په ګډون زر تنه ووژل شول.

جهیمان له خپلو شپېتو تنو ملګرو سره ونیول شو او په ۱۹۸۰ ز کال کې اعدام شو. هغه کس چې مهدي یي اعلان کړی و، د عملیاتو پر مهال وژل شوی و.

له دې پېښې وروسته سعودي حکومت له علماو سره د شرعي قوانینو د پلي کولو ژمنه وکړه. مخلوط (ګډ) نظام پای ته ورسول شو او د پخواني پاچا ملک فیصل او د هغه مهال د پاچا خالد منځلارو پالیسیو ته د پای ټکی کېښودل شو.

په همدې (۱۹۷۹) ز کال په ایران کې د خمیني په مشرۍ اسلامي انقلاب وشو او په همدې کال شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ.



اعلان