د افغاني فیسبوک بې خوندي

ادبي نثرونه

د افغاني فیسبوک بې خوندي

519

د مطالعې کموالی او سر نه خلاصول زموږ د ټولنې لويې ستونزې دي. افغانستان غوندې هېواد چې له نیمايي ډېر نفوس يې بې سواده دی، بې له دې چې څوک پلټنه وکړي، ځان پوه او باوري کړي، د دروغو اوازې په کې ژر خپرېږي او منل کېږي. ښايي دا به د بې سواده او هغو ټولنو ستونزه وي چې د یوې مسئلې/خبر په اړه پلټنې کولو او ځان ډاډمن کولو ته ارزښت نه ورکوي.
اوس چې لکونه افغانان ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک ته لاس رسی لري، دغه د نه پلټنې او ځان نه ډاډمن کولو ستونزه په کې خورا زیاته ده.
اکثریت افغان فیسبوک کاروونکي بې له دې چې ځان د یوې مسئلې/خبرې په اړه له یوې باوري سرچيني ډاډمن کړي، په دروغجنو اوازو او جعلي فیسبوک پاڼو باور کوي او ژر تر ژره يې شریکوي.
دغه څه یوه لویه ستونزه زېږوي او هغه خلکو ته ناسم مالومات او ناسم فکر ورکول دي. د دروغو خبرې/خبرونه زیاتره هغه فیسبوک پاڼې خپروي چې د ځانګړو موخو له پاره جوړې شوي او ان د زیاترو تر شا خو تر ډېره بې سوادان یا لږ پوهه لرونکي او داسې خلک ناست وي چې د ريښتیاوو د پلټنې او خلکو ته د سمو/ناسمو مالوماتو ورکولو په فکر کې نه دي.
ډېری مهال له دغو پاڼو د امنیتي پېښو او مشهورو اشخاصو په اړه ناسم مالومات نشرېږي چې بیا زیاتره خلکو ته همدا حواله او ثبوت شي. دغه پاڼې د ځان مشهورولو (لایک اخیستلو) له پاره ان د نورو هېوادونو پام اړوونکي تصویرونه/ويډيو را اخلي او د خپل هېواد د یوې پېښې په تړاو يې نشروي او زموږ خلک هم بې له دې چې پلټنه وکړي، باور پرې کوي.
دغه ستونزه یوازې هغه خلک نه لري چې د سواد کچه يې هېڅ یا کمه ده، زیاتره د لوړو یا منځنۍ زده کړو لرونکي خاوندان هم دغه ډول ستونزې لري. زیاتره دغه ډول کسان په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول په تاریخي-سياسي مسئلو باندې له خپلو حسابونو (اکونټونو) او پاڼو داسې مالومات نشروي چې هېڅ بنسټ به نه لري. زموږ زیاتره خلک بیا هم د دې پر ځای چې پلټنه وکړي او د دغه (زده کړو خاوند) له لوري د خپاره شوي خبر/مطلب په اړه ځان ډاډمن کړي، باور پرې کوي، شريکوي يې، د حوالې په توګه ترې کار اخلي او بحثونو کې يې د دلیل په ډول راوړي.
بل څه چې زموږ فیسبوکي نړۍ يې بې خونده کړې، هغه دا چې موږ (هر کاره یو). هېڅوک خپل مسلک کې و نه غږېده/لیکل يې و نه کړل، هر چا د هرې موضوع او مسئلې په اړه خوله خلاصه کړې وي.
د روانو چارو په اړه، خو خېر؛ خو ځينې ښاغلي چې مسلک به يې له یوې تاریخي-ټولنیزې موضوع سره سل سلنه توپير لري او طبیعي ده چې مطالعه به يې هم په کې کمه وي، بیا به هم پر یوې تاریخي-عملي موضوع داسې بې خرته، بې بنسټه او احساساتي لیکل کوي چې ان د هغې موضوع پر لرې څنډه به هم نه وي تېر شوی او د دې پر ځای چې د موضوع په تړاو د کوم مسلکي او باخبره شخص خبرې ومني یا تږ لږه فکر پرې وکړي، پر خپلو غېر عملي دلایلو او احساساتي خبرو به لک ولاړ وي او کاپي-پېسټ ته به يې کش ورکړی وي.
وروستیو کې د هندي فیلسوف اقبال په اړه په افغان فیسبوکیانو کې همدغه ډول چلند ولیدل شو.
له اخوانیانو پرته چې د اقبال ملاتړي وو، افغان ادیبانو چې ځینې په کې قومپاله هم وو، د اقبال عملي-شعري لاسته راوړنو ته په درناوي قائل وو، هغه يې د نړۍ په وتلو او منلو اشخاصو کې حسابوه، له بېلابېلو سرچینو يې د هغه علمیت ثابتوه او سربېره پر دې يې د پخوانیو وتلو افغان لیکوالو له لوري د اقبال په اړه لیکل شوي خبرې او نظرونه هم رانقلول؛ خو سره له دې هم ځینو چې ښايي د ادب، تاریخ او فلسفې په الف-بې به هم نه پوهېدل، د اقبال پر شخصیت يې بشپړه چليپا راکښله. دغه څه موږ ته نشنلېزم ښکاري؛ خو دا پر واقعیتونو له سترګو پټولو پرته بل څه کیدای شي؟.
یوازې دا نه؛ بلکې نورې داسې تاریخي-ټولنیزې مسئلې او په اړه يې تبصرې وخت نا وخت زموږ په فیسبوک کې کښته پورته کېږي چې په واقعیت کې زموږ د ټولنې فکري وروسته پاتې والی ترې څرګندېږي.
دغه څه مو بیا له ذهني کشمشکونو سره مخ کولای شي، په ځانګړي ډول زده کوونکي او محصلین په دغه ډول حالاتو کې ګيچ شي او د مطالعې د کموالي له امله ترې سمه لاره ورکه وي.
د دغې ستونزې د حل له پاره به ښه دا وي چې په خپل حساب (فیسبوک اکونټ) کې هغه کسان درسره ملګري کړئ چې کافي مطالعه ولري او یا هم خبرې يې باوري او لږ تر لږه ټولنه (فیسبوک او له فیسبوکه بهر) د ښه شهرت خاوند وي.
همداراز هغې پاڼې انلایک کړئ چې باوري نه وي او وخت ناوخت د ذهنونو د ګډوډولو او بې لارې کولو له پاره ناسم مالومات نشروي او اوازې خپروي. په دې سره به مو ځان له فکري ګډوډۍ او خپل فیسبوک به مو له بې خوندۍ څخه ساتلی او اپوټه خوندور او له باوري مالوماتو ډک کړی وي.



اعلان