ډاکټر ابو موسی څه وايي؟!

د پرون کيسه

ډاکټر ابو موسی څه وايي؟!

418

د ۱۷۹۸م کال په اکتوبر کې فرانسوي پوځ په مصر کې د ازهر په نامه سترې اسلامي مدرسې ته ننوت. فرانسوي پوځ د دغې تاريخي مدرسې سلګونه کاله پخواني ليکلي آثار او کتابونه څېري کړل، د اسونو تر پښو لاندې يې وغورځول او ځينې يې له ځان سره يوړل. هغه ازهر چې د امت د يووالي سمبول او د اسلامي فکر د ساتلو ممبر و، له دې وروسته د فرانسوي پوځ د اسونو طبيله خانه شوه. خو دوی ژر په خپله غلطۍ پوه شول او له دې کاره يې لاس واخيست.

فرانسويانو غوښتل مصريانو ته داسې ښکاره کړي چې دوی د مصر ساتلو ته راغلي او دوښمني ورسره نه لري. ناپليون بونابرت په خپل يوه ليک کې چې د مصر علماوو ته يې ليکلی، وايي چې موږ هم مسلمانان يو، کلمه وايو او ستاسې دوستان يو. ناپليون دغه راز په يوه ليک کې خپل جنرال کلېبر ته ليکي چې که غواړي پر مصر ډېره واکمني وکړې نو د خلکو ديني احساساتو ته درناوی وکړه.

دا د اسلامي نړۍ په تاريخ کې د يوې نوې دورې پيل و، چې د استعماري عصر په نامه يادېږي. په مصر کې فرانسوي واکمني ژر ختمه شوه، خو د محمد علي په نامه واکمن د هغوی تر تاثير لاندې و او د اروپايي هېوادونو فرمايشونه يې منل. هغه د فرانسويانو په غوښتنه د مصر د ماډرنايز کولو په موخه، فرانسې ته ځينې ځوانان ولېږل چې د هغه ځای علوم او تدريسي سېستم زده کړي او بيا يې مصر کې پلی کړي.

په دغو سفرونو کې د رفاعه طهطاوي سفر ډېر مشهور دی، ځکه هغه ملا و او د فرانسې خاطرې يې هم ليکلي دي او له راتلو وروسته يې مصر کې د فرانسوي ژبې او فکر د زده کړې ښوونځی جوړ کړ. له دې وروسته په مصر کې معاصر غربي تعليم او تمدن په عام کېدو شو. د فرانسويانو دغه پلان چې مصري ځوانان وروزي تر څو له اسلامي ثقافت څخه دغه هېواد وشلوي، ډېر بريالی و. په وروستۍ پېړۍ کې ګورو چې د مصر ستر ليکوال او اغېزمنې څېرې د فرانسې فارغين دي. د مثال په توګه حسين هيکل، طه حسين، توفيق الحکيم، عبدالله دراز او د مصر نور اغېزناک علمي شخصيتونه د فرانسې له پوهنتونو څخه فارغ وو.

د فرانسې فارغين په رښتيا پوه خلک وو او ډېر مهم کتابونه يې ليکلي چې تر اوسه يې اهميت شته او لا به وي. خو دوی کې داسې کسان هم مصر ته راوګرځېدل، چې ژبه يې عربي وه او شناخت يې مصري، خو فکر يې ټول فرانسوي او غربي و. دوی د اروپايي مستشرقينو خبرې کټ مټ نقلولې او د قرآن د حقانيت په اړه يې شکونه څرګند کړل. دوی په ټوله کې غوښتل چې خلک له اسلامي ثقافت څخه پرې کړي او په غربي فکر يې وروزي.

دغسې مفکرينو او ليکوالو د اسلامي تمدن په اړه ډېر منفي نظر لاره او شته اسلامي ثقافت ورته کمرنګه او وروسته پاتې ښکارېده. د دوی مقابل کې که چا مخالفت کاوه، يا يې د دوی نظر رداوه، هغوی به يې په وروسته پاتې، ناپوه، جاهل او له نړۍ ناخبره باله. د دوی تاثير ځکه ژور و، چې له پرمختللې نړۍ سره آشنا و، فرانسوي ژبې سره بلد و، د دغې ژبې اوچت کتابونه يې لوستې وو، خپله يې ښه ليکل کول او په حکومت کې يې سترې دندې لرلې. د دوی د مخالفينو استدلال ځکه کمرنګه و چې د ازهر فارغ به و، نړۍ به يې نه وه ليدلې، حکومت کې يې دنده نه لرله او د دوی په اصطلاح وروسته پاتې ملا و.

د وخت په تېرېدو، په مصر کې داسې شخصيتونه راوټوکېدل چې د همدغو اروپايي تحصيلکرده وو په ژبه پوهېدل، د همدوی په څېر په اصطلاح پرمختللي خلک وو، خو له دوی سره مخالف وو. په ابتدا کې، د حسين هيکل يادونه هم اړينه ده چې د خپلو ملګرو لاره يې پرېښوده او پر هغه فکر يې کرښه راوکاږله چې اسلام يې د مسيحيت په څېر له حکومتي چارو جلا او سيکولر دين باله. هغه ښکاره وويل چې اسلام ځان ته تمدن لري او ځان ته فکر.دغه راز، د محمود شاکر يادونه هم اړينه ده چې له خپل استاد، طه حسين سره يې اوږده فکري جګړه وکړه او د هغه قرآن ضد څرګندونې يې رد کړې. د شاکر قلم ډېر توند او استدلال منطقي وو، نو ډېر روشنفکران پرې رامات شول او د ادب په ميدان کې وځلېد. دغه راز، محمد جلال کشک تاريخي برخه ټينګه کړه او د مختلفو کتابونو له لارې يې د استعمار دغه تعامل بربنډ کړ.

خو جالبه دا ده چې د دغه فکر او له اسلامي ثقافت او ادبياتو سره دغسې آبرومندانه او له وقاره ډک تعامل ډېر عام نه دی.ډاکټر ابو موسی چې په مصر کې د ادب استاد دی، د محمود شاکر له شاګردانو څخه دی او د دغه فکر يو لاروی او مخکښ دی. هغه د محمود شاکر او نورو ورته مفکرينو د فکر خلاصه په څو ټکو کې بيانوي.

ابو موسی وايي چې لومړی د دې پېژندل په کار دي چې هغه فکر چې د ماډرنېزم او تنوير په نامه اسلامي نړۍ ته راغلی، بايد وپېژندل شي چې څنګه فکر دی، چېرته پوخ شوی، له کومه راغلی... بايد ځوانان پوه شي چې چا تخريب کړی او چا اسلامي ثقافت ساتلی... او د رڼا راوستو او ماډرن کولو په نامه چې کوم تخريبي حرکت روان دی، تر شا يې څه دي او څه غواړي.

ډاکټر ابوموسی وايي چې د اصحابو له علماوو څخه نيولې، تر ننه پورې اسلامي ثقافت تړلی علمي ميراث دی چې دغه امت يې سره تړلی او د يووالي لامل يې شوی. هغه وايي چې امت دغه ميراث ته په سپکه کتل او ورسره ناسم چلند د دې امت د جرړې پرې کول دي. د امت د خاورې اشغالول يا د زېرمو استثمار يا يې له سياست سره لوبه کول دومره خطرناک نه دي لکه له ثقافت سره، ځکه چې همدغه ثقافت امت ساتلی دی.

له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته اسلامي خلافت له منځه لاړ او اسلامي نړۍ د مستعمرينو تر منځ ووېشل شوه. ابوموسی وايي چې دغه تقسيم ځکه مسلمانان خپلو منځو کې وېشلو ته پرې نه ښودل چې د امت ثقافت لا په خپل حال کې او واحد پاتې شو. د دې لامل دا دی چې دغه ثقافت له الله تعالی څخه سرچينه اخلي. هغه د امام شافعي قول نقلوي چې وايي، ټول اسلامي ثقافت له سنت څخه سرچينه اخلي، او ټول سنت له قرآن څخه سرچينه اخلي، او ټول قرآن د الله تعالی له اسماوو څخه سرچينه نيسي.

د استعماري دورې له پيل سره اسلامي ثقافت څنډې ته شو او هغه چا چې د اسلامي تعليمي طرز په امتداد علم زده کاوه، په ملا او وروسته پاتي سړي پېژندل کېده او په يوه ترتيب د خلکو او د دوی د اصيل ثقافت تر منځ واټن رامنځ ته کېده. ډاکټر ابوموسی وايي چې له اسلامي ثقافت سره دغه پرېکون او څنډې ته کول يې يو جرم يو، ستر خيانت و، ځکه دا د دين د اساس له منځه وړل دي. د هغه له نظره، هغه څه چې په تجديد، نويتوب، تنوير او د غرب په اصلاح انلايټمنټ پېژندل کېږي، له پردي فرهنګ څخه د کاپي کولو پرته بله معنا نه لري. دوی د دغو نومونو تر چتر لاندې غربي فکر نقلوي چې له غربي عقيدې څخه سرچينه اخلي او اسلامي فکر څنډې ته کوي.

هغه زياتوي چې غربي استعمارګرو د اسلامي ثقافت اهميت درک کړی و. غربي پوځونو چې کله په دار الاسلام کې کلکې ماتې وخوړې، پر دې پوه شول چې د دغه امت له فکري ماتې مخکې پوځي ماته نه ده ممکن، نو د استشراق په نامه يو حرکت يې پيل کړ او د اسلامي ثقافت د جرړو پرې کولو پاليسي يې شروع کړه. ابوموسی د مشهور مستشرق، هملټن ګپ خبره نقلوي چې وايي، بايد ډېره هڅه وکړو چې مسلمانان په غربي فرهنګ او فکر وروزو، ځکه تر هغې چې دوی پر خپل ثقافت ټينګ وي، اسلامي امت کې جرړې کول ستونزمن دي. بيا ابوموسی وايي چې اوس موږ خپله د نويتوب او تجديد په نامه په غربي فرهنګ پسې روان يو او همدا د خپل پرمختګ لاره بولو.

د ثقافت، فکر او فرهنګ بحث ډېر مهم دی. لږ خلک دي چې د دې اهميت يې درک کړی او همدوی د امت اصلي مورثين او د دغه فرهنګ ساتونکي دي. محمد ابوموسی يو له همدغو کسانو څخه دی.

 



اعلان