د بغلان کوتره

د پرون کيسه

د بغلان کوتره

1134

جعفر هاند

په دسمبر ۱۹۷۹ م کې روسي پوځونه افغانستان ته ورننوتل او ورسره د ډېرو خلکو ژوند بدل شو. په دوی کې د بغلان نهرین ولسوالۍ د تورین کلي یوه میرمنه عایشه هم وه.
د عایشې ځلمي وراره د جهاد لپاره ټوپک واخیستو نو دا هم ورسره مله شوه. د نورو ښځو د کورنیو برعکس د عایشې میړه نه یوازې دا چې له دغه کار سره مخالفت ونکړ، بلکه ننګه یې هم وکړه. ځیني شاعران په خپلو شعرونو کې د خپلو معشوقو د حسن د معصومیت او جذابیت د څرګندولو لپاره هغوې ته د کوترې یا بغدادۍ کوترې صفت کاروي، خو عایشې ته خپلې زړورتیا دا لقب وروبخښه. د سیمې خلک وايي چې عایشې په خپل ژوند کې د کوترې غوندې پروازونه وکړل، لوړې هيلې یې لرلې او هېڅ شي هم د هغه د پرمختګ مخه ونشوه نیولې. عایشه وايي په اول سر کې چې خلکو کوتره وبلله، دې ته نا اشنا برېښېدله خو وروسته ورسره عادته شوه او اوس یې ټول په همدې نامه پېژني.
یو وخت ډېرو افغانانو خپلې نجونې او خویندې ځکه ښوونځیو ته نه استولي چې ګنې پردي فرهنګ به زده او خپل به هیر کړي. قومندان کوتره وايي دا هم د همداسې یو بد دود قرباني شوه او ښوونځی یې ونه لوسته خو په خپل کلي کې یې مدرسه ولوستله او بېسواده نه ده.
په افغانستان غوندې هېواد کې د کوترې په څېر ښځې د ګوتو په شمېر وي چې په خپله سیمه کې نظامي مشري په غاړه واخلي. د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته کوتره په خپله سیمه کې پاتې شوه، خو د طالبانو د نظام په خلاف یې بیا وسله اوچته او هغه وخت شاوخوا د ۶۰۰ جګړه مارانو مشري کوله.
په خټه تاجګه عایشه یوه عادي ښځه نه ده بلکې د سلګونو وسله والو مشره او په چم ګاونډ کې یو مهمه څټه شوه. دا چې قومندانه شوه نو پر خپلې پرېکړې پښيمانه نه ده. وايي دا مهال شاوخوا ۴۰ وسله وال لري چې لګښتونه یې د عشر او ذکات او د خلکو په مرستو پوره کوي. قومندان کوتره په خپل کلي کې د یو شمېر کورنیو ترمنځ ستونزې هم حلوي او یوه جرګه ماره هم بلل کیږي. هغه وايي د کرزي د حکومت پر مهال یې ورته د تخار ولایت د ښځو چارو ریاست څوکۍ ورکول کېده، خو هغې ونه منله.
بي بي عایشه د اتو اولادونو مور ده. شپږ زامن او دوه لورګانې لري. د دې دقیق عمر معلوم نه دی خو وايي د اټکل له مخې اوس ۲۰۱۷ م کې شاوخوا ۷۲ کلنه ده.


سرچینه
د بخدي خبري اژانس راپور



اعلان