"راتلونکي کال کې د ویجاړوونکو زلزلو وېره ده"

راپورونه

785

ساینسپوهانو راتلونکي زېږدي کال کې په ځمکه کې د ډېرو ویجاړوونکو او پرلپسې زلزله وړاندوینه کړې ده.

هغه څېړنیز راپور چې د امریکا د جیولوژيکي ټولنې په کلنۍ غونډه کې د کولراډو او مونټانا پوهنتون دوه څېړونکو وړاندې کړ، په کې ویل شوي چې د ځمکې په حرکت (سرعت) کې کموالی راغلی او دا به راتلونکي کال کې د زیاتو زلزلو لامل شي.

دوی وايي چې د ځمکې په تاوېدو کې یو ملي ثانیه بدلون راغلی دی.

یادو ساینسپوهانو زیاته کړې د ځمکې د حرکت او زلزلو تر منځ اړیکه شته او راتلونکي کال کې به ډېرې ویجاړوونکې زلزلې وشي.

دغو ساینسپوهانو له ۱۹۰۰ ز کال راهیسې هغه زلزلې څېړلي چې له اووه درجو څخه لوړې وې. دوی وايي چې د دغو زلزلو مطالعې ورسره د دوی په څېړنه کې مرسته کړې ده.