افغانستان کې د خاطرو ليکل

ادبي نثرونه

افغانستان کې د خاطرو ليکل

501

نورې نړۍ کې زیاتره سیاستوال له سیاسته له لاس اخیستو وروسته بیا هم ستړي نه وي او په بېلابېلو چارو بوختېږي. یا لیکلو ته مخه کوي، یا استادي کوي او یا هم په نورو چارو کې ځان بوختوي.
په هغو هېوادونو کې چې جګړې او نارامۍ په کې تېرې شوي او یا لا هم په کې ښکېل وي، په جګړو او سیاستونو کې ښکېل زیاتره کسان د خپل ژوند خاطرې او تجربې له خپلو هېوادوالو سره شریکوي او له واقعیتونو يې خبروي.
د خاطرو یا ځان پېښو لیکل په جګړه کې ښکېلو او دېکتاتورو هېوادونو کې له نورو هېوادونو ډېر اړين دي؛ ځکه دغه ډول هېوادونو کې زیاتره پېښې/معاملې پټې او د پردو تر شا کېږي او بیا همداسې پاتې کېږي.
د افغانستان وروستۍ څلور له جګړو او ناخوالو ډکې لسیزې چې بېلابېلو ډلو او د مختلفو ايډيالوژۍ لرونکو خلکو په کې حکومت کړی او دغه لسیزې يې له ژورو او تاریخ جوړوونکو پېښو ډکې کړي، زیاتره سیاستوال يې له سیاست وروسته یا په کور ناست شوي او یا د هېواد د ناوړه شرایطو له امله کوم بهرني هېواد ته د سوکاله ژوند تېرولو په موخه تللي؛ خو ځينې چې يې له هېواده بهر او هېواد کې دننه هم د ارام او سوکاله ژوند خاوندان دي، د خپل ژوند لیدلو او تاریخ جوړوونکو پېښو لیکلو ته زړه نه ښه کوي چې دا زموږ د سیاستوالو ناوړه دود و/دی.
د پاچا ظاهر شاه او محمد داود د واکمنیو پر مهال افغانستان کې د قلم هغه ډول ازادي چې نن شتون لري، هغه مهال نه وه. د لیکوال غلام محمد غبار مشهور کتاب (افغانستان در مسیر تاریخ) سانسور شوی و او د بل ټوک د چاپ او خپرېدو مخه يې هم نیول شوې وه. د ظاهر شاه د پاچايی پر مهال به نږدې هر کتاب سانسور کېده او پاچا به په کې هغو لیکوالو هم ښه یادوه چې خوښ يې نه و.
د محمد داود د دېکتاتورانه جمهوریت له منځه تللو وروسته چې حالات ډېر بدل شول، د پاچا او محمد داود د مهالونو چارواکو خپلو خاطرو او کتاب لیکلو ته مخه کړه.
وروستیو څلورو لسیزو کې د ټولو ښکېلو ډلو او ايډيالوژيکو حکومتونو په منځ کې ښايي یوازې د خلک دېموکراتيک ګوند غړي وي چې زیاترو يې د خپل مهال پېښې او خاطرې ثبت کړي او په دې ډول یې لږ تر لږه له تاریخ لیکونکو سره مرسته کړې چې وکړای شي په اسانه ډول او د افغان لیکوالو په حوالو د هغه مهال پېښې وڅېړي او خلکو ته يې د پرېکړه کولو له پاره وړاندې کړي.
د خلک دېموکراتيک د خلق او پرچم دواړو فرکسيونو زیاتره غړو د خپلو حکومتونو په وروستيو یا هم وروسته مهال کې د خپل وخت پېښې لیکلي دي. دغو کتابونو کې زیاتره يې د یوه بل پر ضد یا هم یوه بل ته د ځواب ورکولو په موخه لیکل شوي دي؛ خو د دوی دغو (ضد لیکلو یا ځوابونو ورکولو) له خلکو سره مرسته کړې چې له ډېرو ناویلو واقعیتونو څخه خبر شي.
که څه هم په دوی کې يې د ځینو کتابونه جنجالي شوي او بحثونه يې راپارولي؛ خو د دوی په دغو لیکنو کې یو شمېر پټ واقعیتونه هم رابرسېره شوي دي.
له خلق-پرچم ور اخوا تر اوسه د نورو ډلو، په ځانګړي ډول د جهادیانو په منځ کې مطرحو او منلو کسانو د خپل مهال خاطرات نه دي خوندي او که کړې يې هم وي، لا يې چاپ کړي نه دي.
که یوې خوا د خلک دېموکراتيک ګوند مشرانو غړو او چارواکو خپلې خاطرې او تاریخ، تاریخ ته سپارلي؛ بل خوا، مخالفینو يې، افغان جهاديانو کې تر اوسه هېچا داسې کوم کتاب و نه لیکه چې ان د خپل تحریک د پېل په اړه يې خلکو ته کره او له جنجاله پرته مالومات وړاندې کړي وي. یوازې ګلبدین حکمتیار دی چې په خپل کتاب کې يې ځینې پېښې راخیستي؛ خو هغه څه چې د محمد داود د واکمنۍ پر مهال پاکستان کې پېښ شول او یا هغه څه چې وروسته دوی په مهاجرت او یا د کابل جنګونو کې وکړل، په اړه يې د جهادیانو له لوري یا هېڅ یا هم بېخي لږ او د نشت په حساب لیکل شوي دي.
د افغان جهادیانو او د عامو مهاجرو په اړه زیاتره لیکل پرديو کړي.
له مجاهدینو وروسته چې طالبان واک ته ورسېدل، واک ته له رسېدو ژر وروسته يې په اړه بېلابېل نظرونه او بحثونه راپورته شول. مخالفینو يې، شمال ټلوالې، هغه مهال او ان اوس هم دوی د یوې افغانې ډلې او افغاني تحريک په توګه نه مني او بېلابېل تورونه ورپسې تړي چې د دغو تورونو د لګولو لړۍ د طالبانو د حکومت له پرځولو وروسته لا هم په درز روانه ده.
د طالبانو د واکمنۍ په اړه د وحید مژده، وکیل متوکل، ملا ضعیف او عبدالحی مطمئن کتابونو د دغې ډلې په اړه ځینو پوښتنو ته څه نا څه ځواب ویلی دی. دغه راز ویل کېږي چې څو ورځو کې به د ملا ضعیف یو بل پنډ کتاب هم د طالبانو د تحریک په اړه له چاپه راووځي.
د یادو کسانو کتابونه به وروسته کې د طالبانو د تاریخ لیکلو پر مهال له مؤرخینو سره ډېره مرسته وکړي. د طالبانو او د دوی د تحریک پر مهال د ترسره شویو کړنو په اړه ډېرې پوښتنې شته چې لا هم ورته د طالب مشرانو له لوري په کتابي بڼه ځواب نه دی ویل شوی او اړینه ده، د امارت مهال چارواکي يې په خپله په کتابي بڼه ځواب ووايي. هسې خو يې مخالفینو په اړه ډېر څه لیکلي؛ خو د يوې منصفانه پرېکړې کولو له پاره اړینه ده چې د دواړو لورو له لوستو وروسته پرېکړه وکړل شي.
موده وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر او د کرزي د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفر سپنتا کتاب (سیاست افغانستان؛ روایتی از درون) چاپ شو چې ډېر مثبت او منفي غبرګونونه يې راوپارل.
د سپنتا له لوري د دغه کتاب لیکل یو ښه پېل دی. دا چې سپنتا څه لیکلي، ایا واقعیت دي او هغه څه چې يې د خپل مهال د بېلابېلو حکومتي او غېر حکومتي کسانو په اړه ليکلي، ایا په رښتيا پېښ شوي او که نه؟ او ایا د سپنتا خبرې مازې تورونه دي او که حقیقتونه؟ دا به وروسته د سپتنا ملګري روښانه کړي. د سپنتا کتاب به د سپنتا نور ملګري او رقیبان هم وهڅوي چې یا يې رد او یا يې په تاييد لیکل وکړي چې د دواړو لورو لیکل به د عامو خلکو او راتلونکې کې د مؤرخینو له پاره د ښې استفادې وړ وګرځي. ویل کېږي چې د کرزي د دفتر د پخواني مشر کریم خرم کتاب هم چاپېدونکی دی.
له دغو او نورو کتابونو به عام خلک به پوه شي چې په تېره لنډه موده څه او څنګه پېښ شول چې په اړه به يې اوس او نږدې راتلونکي کې د همدې خلکو په اړه قضاوتونه وکړي او موده وروسته به چې د دغې دورې تاریخ لیکل کېږي، مؤرخین به کافي ډېر لومړي لاس اسناد په لاس کې ولري.
د افغانانو په اړه هغه مشهوره خبره چې (دوی خپلې خاطرې ګور ته وړي) نوره له منځه تلونکې ښکاري، د دغه دود ماتېدل یو ښه پرمختګ دی.
اړینه ده چې د پخوانیو حکومتونو پاتې وتلې څېرې هم خپلې خاطرې او یادښتونه ولیکي. په دې سره به يې له خپل تاریخ سره ډېره مرسته کړې وي.
خاطرې په تاریخ لیکلو کې لومړی لاس سرچينې ګڼل کېږي چې د دغه کتابونو پر بنسټ بيا د هېوادونو ريښتینی تاریخ لیکل کېدای شي.



اعلان