د محمد بن سلمان او بندي اميرانو او چارواکو تر منځ څه روان دي؟

راپورونه

د محمد بن سلمان او بندي اميرانو او چارواکو تر منځ څه روان دي؟

1411

وال سټريټ ژورنال څرګنده کړې ده، چې د محمد بن سلمان او بندي چارواکو او امیرانو تر منځ په دې وروستيو کې اوږدې ليدنې کېږي. محمد څه موده وړاندې فساد سره د مبارزې په نوم د ګڼ شمېر چارواکو او د شاهي کورنۍ د غړو د نيولو امر وکړ او دغه کسان ونيول شول.

هغوی دا مهال په الريټز کارلټون نومي هوټل کې بنديان دي او که د سعودي د شاهزاده غوښتنې ونه مني، ښايي د سعودي تر ټولو خوندي زندان ته ولېږدول شي.

خپرونې ويلي دي، چې محمد بن سلمان له بندي اميرانو او چارواکو غوښتي چې خپل مالونه حکومت ته تسليم کړي. هغوی ته ګواښ شوی چې د سرغړونې په صورت کې به د سعودي د پلازمېنې سويل لور ته «الحاير» زندان ته ولېږدول شي. الحاير د سعودي له تر ټولو خوندي زندانونو شمېرل کېږي.

سرچينې زياته کړې ده، چې محمد هغوی سره د مشروطې ازادۍ په اړه غږېدلی دی، خو تر هغه به په سعودي کې پاتې وي، تر څو چې يې خپل مالونه نه وي تسليم کړي. «خو بندي چارواکي او د شاهي کورنۍ غړي په دې تمه تر اوسه مقاومت کوي، چې ښايي حالات ښه شي».

راپور ښيي چې په دې اړه د ليدو کتو مشري په خپله محمد بن سلمان کوي، هغه له بنديانو سره ګوري او هره ورځ هغه هوټل ته ځي چې دغه کسان په کې بنديان دي.

ورځپاڼې ويلي چې د سلمان زوی په دې ليدنو کې له ځان سره يوازې څو تنه سلاکاران بيايي او سعودي د يوه چارواکي په وينا په يوه يوه ليدنه کې ساعتونه وخت تېروي.

د سعودي سرچينې وايي چې شهزاده محمد له دوو اوونيو راهيسې له بندي کسانو سره خبرې اترې کوي، څو هغوی له خپلو شتمنيو تېر شي او په بدل کې يې له زندانه خوشې شي.

د وال سټريټ ژورنال راپور ښيي چې سعودي حکومت تر اوسه د دوو زرو شتمنو کسانو حسابونه کنګل کړي دي، چې د هغوی د شتمنيو يوه ستره برخه له هېواده بهر په نورو هېوادونو کې دي او د سعودي حکومت نه شي کولی دغه مالونه له قانوني لارو تر لاسه کړي.

سره له دې چې د سعودي شهزاده په وروستيو کې په دې هېواد کې ګڼ شمېر بدلونونه رامنځته کړل، خو يو شمېر شنونکي د هغه دا کارونه د سعودي د ښې راتلونکې زېری نه بولي.