هېواد ته د پاکستاني موټرو پر راتګ بنديز ولګېد

افغانستان

هېواد ته د پاکستاني موټرو پر راتګ بنديز ولګېد

796

هېواد ته د پاکستاني موټرو د راتګ په اړه د ولسمشر غني فرمان سر له ننه عملي شو او له دې وروسته پاکستاني موټر نه شي کولی، د افغانستان خاورې ته ننوځي.

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت خبر ورکړی دی، چې تورخم او سپين بولدک کې يې سرحدي چارواکو ته امر کړی دی، چې په دې اړه د ولسمشر لارښوونې عملي کړي او هيڅ پاکستاني موټر ته افغانستان ته د تګ اجازه ورنه کړي.

د دې وزارت سرپرست وزير حميد طهماسي رسنيو ته ويلي، چې له دې امر څخه يوازې هغه موټر مستثنا دي، چې يا يې توکي ژر خرابېږي او يا ژر اور اخيستونکي وي. خو وزير دا نه ده څرګنده کړې، چې دا کوم ډول موټر دي.

ښاغلي طهماسي زياته کړې ده، چې له دې پرته به ټول پاکستاني موټران په تورخم او سپين بولدک کې خالي کېږي او له دې ځايونو به يې مالونه خپله د افغانستان موټرو کې لېږدول کېږي.

پاکستاني موټرو له دې وړاندې د افغانستان بېلا بېلو ولايتونو ته مالونه او توکي لېږدول او د افغانستان له لارې مرکزي اسيا ته هم رسېدل، خو اوس يې پر مخ دا لار وتړل شوه.