کابل کې د پاکستان پر ضد مظاهره روانه ده

افغانستان

کابل کې د پاکستان پر ضد مظاهره روانه ده

302

د پلازمېنې کابل عیدګاه جومات مخې ته د پاکستان پر ضد مظاهره روانه ده.
مظاهره کوونکي، چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسیږي، په کونړ ولایت باندې د پاکستان توغنديز بریدونه غندي او وایي چې پاکستان دې خپل شیطانتونه بس کړي.
پاکستان له تیرو څو کلونو راهیسې په وقفه یي ډول د کونړ او ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو باندې توغندي توغوي چې له امله یې تر اوسه سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي او لسګونه تنه وژل شوي دي.
د توغندیو د توغولو دغه لړۍ چې څه موده ولاړه وه، له تیرو څو ورځو راهیسې د کونړ ولایت په سرحدي ولسوالیو بیا پېل شوې ده.
د یاد ولایت چارواکو وړاندې ویلي وو چې خپلو پوځیانو ته د غبرګون ښودلو اجازه ورکړې ده.
راپورونه وایي چې نن سهار هم پاکستاني پوځیانو توغندي راتوغولي دي.